پيشو د خدای لپاره موږک نه نيو؛  کندهار ته د مشرانو جرګې تللی پلاوی ډک جېبونه راستون شوی
۱۳ جدی ۱۳۹۹ 137916 0 نظر سرخط ورځپاڼه

پيشو د خدای لپاره موږک نه نيو؛ کندهار ته د مشرانو جرګې تللی پلاوی ډک جېبونه راستون شوی

 

بلخ ته د اداري فساد د څېړلو په موخه د مشرانو جرګې تللی پلاوی د فساد پر مهال لاس په لاس ونيول شو، خو کندهار ته د دغې جرګې تللی پلاوی ډک جېبونه راستون شوی، اما هلته له بېلابېلو ادارو د رشوت اخيستو کيسې اوس په کندهار کې تقريبا د هر مجلس تومنه ده.

دغه پلاوی د هاشم خان الکوزي په مشري کندهار ته تللی و چې پکې د مشرانو جرګې د بېلابېلو کمېسيونونو غړيو برخه درلوده.

دوی هلته له بېلابېلو رييسانو څخه په دې ګواښ چې که جېب خرڅ ور نه کړي، څارنوالي ته به يې معرفي کړي، پيسې غوښتې او له ځينو څخه يې تر لاسه کړې هم دي.

په کندهار کې د مهاجرينو رياست، ګمرک، ټرانسپورټ رياست او مستوفيت خپلې غاړې خلاصې کړې، د پلاوې خوله يې ورخوږه کړې او له څارنوالي يې ځانونه ګوښه کړي دي، خو ځينو نورو رياستونو چې حسابونه يې تقريبا پاک ول، د پيسو له ورکولو چورلټ انکار کړی دی.

سرخط ورځپاڼې ته په کندهار کې يوې لوړپوړي باوري حکومتي سرچينې وويل چې دغه پلاوي ځينو رياستونو ته ناقانونه استعلامونه هم ورکړي دي چې له لارې يې د دوی فرمايشونه او خواهشونه عملي کړي.

د دغې سرچينې چې موږ يې نوم نه اخلو، په خبره، ياد پلاوي د سپين بولدک د ګمرک څلور تنه کارکوونکي د فساد په تور ګوښې ته کړي ول، خو پنځم کس جوړجاړی کړی او له پلاوي سره يې د هغوی د ګوتو تر پټولو وروسته له فاسدو کارکوونکيو سپين چرګان جوړ کړي چې اوس هم هسکې غاړې خپلو دندو ته دوام ورکوي.

د کندهار د ولايتي شورا رييس سيد جان خاکرېزوال وايي، د مشرانو جرګې پلاوی کندهار ته د فساد په څېړلو پسې راغلی و، خو په خپله يې فساد وکړ او بېرته لاړ.

خاکرېزوال ګوته څنډي چې تر دې وروسته به هيڅ دغسې پلاوي ته کندهار ته د ور تلو اجازه ور نه کړي.

د ده په خبره، د کندهار ولايتي شورا دغه پلاوي ته د فساد ځينې ثبتونه په لاس ورکړي ول، خو پلاوي پر هغو اسنادو هم تله تېره کړې ده.

د کندهار په ولايتي شورا کې يوه سرچينه وايي، دوی ته داسې ګنګوسې رسېدلې دي چې ښيي شل زره امريکايي ډالر له ټرانسپورټ رياست، څلوېښت زره امريکايي ډالر له ګمرک څخه اخيستل شوي او چې د بېلابېلو نورو رياستونو پيسې هم ورسره يو ځای کړې، نو ټول ټال پنځه لکه او شل زره ډالرو ته خبره رسېږي.

تر دې ور هاخوا د هغو کسانو جېبونه هم په دغه سفر کې څنډل شوي دي چې د کرونا په برخه کې د فساد تورونه ور پورې ول.

اوس د کندهار په هر دويم مجلس کې د دغه پلاوي سفر، د هغوی فرمايشونه او خواهشونه د خبرو محور دی او داسې اوازې هم دي چې د کندهار حکومتي چارواکي تابيا لري چې له ثبوتونو او سندونو سره يو ځای کابل ته لاړ او په ارګ کې ګرېوان څېرې کړي.

سرخط ورځپاڼې هڅه وکړه په دې اړه کندهار ته د مشرانو جرګې د تللي پلاوي نظر هم واخلي، خو بريالي نه شوو.

څو ورځې وړاندې لويې څارنوالي او د افغانستان ملي امنيت په ګډه، بلخ ولايت ته د مشرانو جرګې د يو بل پلاوي درې تنه د رشوت اخيستو پر مهال لاس په لاس نيولي وو چې اوس کابل ته لېږدول شوي دي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې