کندهار ولې ناامنه شو؟ د ناامنۍ ريښې په څه کې دي؟
۱۳ جدی ۱۳۹۹ 210431 0 نظر زین الله احمدي

کندهار ولې ناامنه شو؟ د ناامنۍ ريښې په څه کې دي؟

لیکوال: زین الله احمدي

له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې کندهار د اور په لمبو سوځي، د سولې خبرو کې د ابتدايي پرمختګ سره ـ سره نه دغه جګړه سړه شوه او نه د ناامنیو ریښې رسوا شوې، تر څو مرکزي حکومت د دغو ریښو د وچولو له لارې د ناامنیو مخ ډب او پر بل شوي اور د امن اوبه واچوي.

 همدې وضعیته په ګټې اخیستنې یو شمېر کړۍ، لوستي ځوانان، خبریالان او فعالین ناوړه استفاده کوي، خپلې فردي، سمتي او شخصي علاقې او عقدې پکې سړوي، يو پر بل بې ځايه تورونه پورې کوي او هڅه کوي له دې لارې غچ واخلي چې دا نه يوازې د هغوى په ګټه نه دي، بلکې د ټولو کندهاریانو په خير او ګټه نه تمامېږي او د ناولې جګړې د دوام لامل ګرځي.

اوس به اصلي موضوع ته راشو، چې کندهار ولې ناامنه شو؟ د ناامنۍ ریښې په څه کې دي؟ اساسي عوامل څه دي؟ ولې د کندهار د دې بد وضعیت ريښې نه وچېږي؟ تر شا د چا لاس دی؟ څوک ګټونکی او څوک بایلوونکی دی؟ او څه کول په کار دي؟

کمزوری مدیریت

د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو د مشرتابه کمزوری مدیریت د دې لامل شوی چې د پولیسو په تجهیز، روزنې، وسلو، اعاشې او سمبالولو میلیونونه افغانۍ تالا شي؛ خو هغوی د اوسنیو ننګونو پر وړاندې ځواب ونه شي ویلای؛ د پولیسو د مدیریت په برخه کې د نویو اندیښنو را برسیره کیدل د خطر هغه زنګ دی چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د وسله والو مخالفینو پر وړاندي د کندهار امنیتي ځواکونو ته وکړنګول شو. د پولیسو په رهبرۍ کې داسې انګېزه تر اوسه نه ده موجوده چې څنګه د هېواد دفاع وکړي. غیرمسلکي توب، د نظامي او پوځي نظم نشتون، شخصي ګټې پالل او مالي فساد په دې برخه کې عمده ستونزې دي.

خیالي تشکیل او د ملي اردو ځواکونو کمښت

د خیالي پولیسو شتون په کندهار ښار او ولسوالیو کې امنیتي وضعیت ترینګلی کړی دی، لا هم د محدودنو کسانو لخوا د زرګونه پولیسو په نوم وسلې، پیسې او اعاشې اخیستل کېږي، ښايي دا وسلې د افغان ځواکونو پر وړاندې وکارول شي؛ د خلکو پر وړاندې ظلم کې او د دولت کمزوري کولو کې وکارول شي. د خیالي پولیسو شتون د شته پولیسو روحیه هم کمزورې کړې ده، چې له امله یې طالبانو جګړې ته زور ورکړی او دا به په راتلونکي کې بدې پایلې ولري. د افغانستان د بودجې له سم نيمايي برخه په امنيتي سکتور کې ده چې د سيګار، څارونکو، او شفافيت څېړلو د ادارو د مکررو تحقيقاتو په اساس په زياته کچه خيالي تشکيل، فساد او غلا له لارې حیف و میل کېږي. اوس دې څوک د کندهار په ولسوالیو کې د رسمي تشکیل ۵۰ سلنه پولیس حاضر کړي، ټولو یې وسلې وړي، معاش یې قوماندان او … شريک وهي، د دې وسلو د استعمال ډاډ څوک ورکولی شي؟

بله مهمه مسله د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د تشکیل کمبود دی، د معلوماتو له مخې، دغه قول اردو د ۱۵ زره سرتېرو له کمبود سره مخ ده، ستونزه دا ده چې د دې حوزې خلک د ملي اردو لیکو ته لېوالتیا نه لري، له نورو ولایتونو ځوانان بیا د کندهار د ناامنه انځور له امله زړه نه ښه کوي چې دلته دندې ترسره کړي.

نظامي برخه کې د سیاسیونو مداخله

د پولیسو او ملي اردو په چارو کې سیاسي مداخلو او د کاري خوندیتوب نشتوالي د دې ځواکونو لپاره ګڼې ستونزې جوړې کړي دي او له امله یې وسله والو مخالفینو ته د ځواب ورکولو او د عامه امن او نظم د تامین وړتیا له لاسه ورکړې ده. که څه هم د نظامي شورا رهبري د امنیتي ځواکونو، په ځانګړي توګه د پولیسو د رهبرۍ اصلاحاتو ته قوي لېوالتیا لري، خو دا بهیر له یو لړ خنډونو سره مخامخ دی او بدبختانه کندهار کې سیستم داسې جوړ شوی دی، چې په لوی لاس د اصلاحاتو پر وړاندې خنډونه جوړېږي.

د خلکو او دولت ترمنځ واټن

 په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول امنیتي برخه کې، د خلکو ستونزو ته د نه رسیدګي له امله د خلکو او دولت ترمنځ واټن زیات شوی؛ ملکي برخه ښه ده، تر یو حده د خلکو غږ پکې اورېدل کېږي، مګر نظامي برخه اجراات نه کوي؛ پولیس اجرائیه قوه ده، هغوی چې د ملکي ادارې سپارښتنې عملي نه کړي او د خلکو ستونزو ته رسیدګي ونه شي، همدا ده چې ولس له دولته واټن اخلي. بله مهمه مسله دا چې د ځینو چارواکو لخوا شخصي زندانونه جوړ شوي، امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول پولیس له خلکو سره سم چلند نه کوي، په یوه او بل نوم له خلکو پیسې اخیستل کېږي، د طالب په نوم عام خلک نیول کېږي او بیا د پیسو په بدل کې خوشې کېږي، له سوداګرو، کروندګرو، دوکاندرانو او باغدارانو باج اخیستل کېږي. د همدغو ناخوالو له امله خلک له وسله والو سره يو ځاى کېږي او که حکومت يې مخه ونه نيسي نو اوسنى حالت به نور هم خراب شي.

ملکي چارو کې نظامي مداخلې

په ملکي برخو کې نظامي مداخلو دولتي حاکمیت او د خلکو ورځنی ژوند له سختو ګواښونو سره مخ کړی دی، لا هم په ډېری برخو کې د ملکي ادارې هدایات نه عملي کېږي، ولسوالیو کې خو نظامي او ملکي چارې قوماندانان پرمخ وړي، د طالبانو په څېر یې صحرايي محکمې جوړې کړې دي، خپلسرې پرېکړې کوي، رهبري نه مني، نامسوول وسله وال یې له ځانه راټول کړي دي، بده لا دا چې د کورنیو چارو وزارت د وروستۍ پرېکړې، چې سیمه ییز پولیس باید په پولیسو او سیمه ییزې اردو کې جذب شي، د مدغم کېدو پر وړاندې سخت دریځ لري، ځکه بیا د دوی ګټې خطر سره مخ کېږي. همدا لاملونه دي چې ولس یې د یو کاواکه شلیدلي پاڼ پرسر درولی دی چې نه خو دولت ته لاس ورکولای شي او نه هم د دولت مخالف لوري ته، چې له امله د دولت حاکمیت یې تر سوال لاندې راوستی دی.

زورواکي او له امنیتي ځواکونو شخصي استفاده

د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو په لیکو کې د نظامي دسپلین نشتون او د اصلي دندو پر ځای د زورواکو، قومي مشرانو، فعالانو او نامسووله چارواکو ساتنه بله لویه ستونزه ده، همدا اوس امنیه قوماندان د  ۰۱، ۰۲، ۰۴ او ۰۵ په نوم امنیتي قطعو کې زرګونه سرتېري د شخصي ګټو د پاللو او ساتلو لپاره په ښار او ولسوالیو کې ګمارلي دي؛ خپلې ګټې، رقابتونه او عقدې د وسلو په پالي. یوازې شاه ولي خان کرزی تر ۱۰۰ زيات وسله وال لري. وخت ناوخته له امنيي قومندانۍ سره د خپلو کسانو د تعييناتو په سر ستونزه لري،  وسله وال او وسلې ګرځوي، په ګڼو ناامنیو او ناقانونه کړنو کې لاس لري، نو د کندهار امنيت به څنګه وساتل شي؟

د شخصي ګټو د نه خوندیتوب له امله له ملکي برخې د نظامي برخې خوابدي

د ولایت مقام او امنيه قوماندانۍ ترمنځ په لوړه سطحه اختلاف، خوابدي او له ملکي ادارو د نظامي ادارو او مافیاوو د لاسونو لنډول بل عمده لامل دی. کله چې حیات الله حیات د کندهار والي شو، په اصلاحاتو یې پیل وکړ، ۲۲ رییسان یې بدل کړل، ځینو نورو برخو کې یې هم تغییرات راوړل. ځيني چارواکي چې د خپلو خپلوانو په ليرې کېدلو او له مافیا د لاس لنډولو خوابدي او عقده ‌من شول او اوس د والي د بدنامولو هڅه کوي او غواړي وښيي چې والي بې کفايته دی او له دې لارې خپل غچ اخلي، د بېلګې په توګه د پوهنې، روغتیا، ګمرک، مستوفیت، ښاروال او نور پخواني مسوولین، چې مافیا سره یې تړاو درولود او باج یې ورکاوه، د اوسني والي په وخت کې بدل کړل شو، نو په ډاډ سره ویلی شو چې د کندهار ناامنه کول د شخصي ګټو د نه خوندیتوب نتيجه ده او د یو بل د بدنامولو لپاره دا هڅې کېږي.

دښمن لپاره فرصتونه

له همدې روان ارج مرج څخه دښمن ګټه اخلي. دا طبيعي ده چې دا ډول ګډوډي دښمن ته موقع ورکوي چې په اسانۍ سره خپلو اهدافو ته ورسیږي او د بريدونو او هدفي وژنې کار لا ورته اسانه شي چې د کندهار ښار د وروستيو ناامنيو مهم عامل له روان حالت څخه د دښمن فرصتي استفاده ده.

د عامه ذهنیت مخشوشول

بل عامل مخشوش شوی عامه ذهنيت، ټولنیزې رسنۍ او د ښاريانو وهم دی چې د دښمن د تبليغاتي دستګاه غيرمستقيمه برخه ګرځېدلې ده. په کندهار کې د ورځې لږ تر لږه له ۵ تر ۱۰ وژنې کېږي، مګر د هغو پر وړاندې دومره تشویش او وېره نه ده ايجاد شوې، لکه د کندهار ښار کې وروستیو هدفي ترورونو څخه چې را ولاړه شوې ده، ځکه ښار کې اطلاعاتي شبکې، چې ځايي خبریالان، مدني فعالان او ځوانان هم پکې دي، هر څه ژر خپروي. دغه حالت واقعا هم د اندېښنې وړ ځکه دی چې پر نظام، ملکي او نظامي ادارو د ولس اعتبار ته سخت زيان اړولی شي.

کندهار د طالبانو لپاره مهم دی

لکه څرنګه چې دولت ته کندهار د هېواد د سیاسي زړه حیثیت لري، همدا ډول وسله والو مخالفینو ته هم ارزښت لري، له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې پر کندهار د وسله والو مخالفینو حشر او د نیولو هڅې یې د دې خبرې ښکاره ثبوت دی، ځکه تر اوسه سلګونه جنګیالي په دغه جګړه کې وژل شوي مګر بیا هم له جنګه لاس نه اخلي، په دومره وسلو او وسله والو یې د هېواد دوه درې نور ولایتونه نیولی شوای، مګر دوی پر کندهار هجوم راوړ، ځکه چې د حکومت په اندازه دوی ته هم ارزښت لري.

څه کول په کار دي؟

نظامي شورا چې له والي، امنيه قوماندان، ملي امنيت رييس او قول اردو قوماندان څخه تشکيل شوې، د ولايت عام و تام سيمه ييز صلاحيت و اختيار لري، هغوى ته دا ستونزې تر بل هر چا ښه معلومې دي. ټول سرتېري دې خپلو اصلي دندو ته ولېږي، د قانون حاکمیت ته دې ملا وتړي، د خیالي سرتېرو مخه دې ونیسي، د موټرو تورې ښیښې دې سپینې کړي، نظامي غونډو او د امنیتي تړون برنامې غونډو کې دې جدي پرېکړې وکړي او په خپلو منځونو کې دې همغږي زیاته کړي.

د امنيه قوماندانۍ او ولایت مقام ترمنځ دې اختلافاتو ته، چې د امنیه قوماندان د شخصي ګټو او عقدو د پاللو له مخې راپیدا شوي، د پای ټکې کېښودل شي، تر څو په امنیتي برخو کې د ولس ستونزو ته رسیدګي وشي او د ولس او دولت ترمنځ رامنځته شوې فاصله ختمه شي، د دوی ترمنځ د همغږۍ پرته بله چاره نشته.

په مشرانو جرګه او ولسي جرګه کې د کندهار ټول وکيلان دې د خپلو ګټو لپاره د ولایتي ادارې په چارو کې مداخله نه کوي؛ اصلي ستونزو ته دې مخ راوګرځوي؛ په مرکزي حکومت دې فشار راوړي تر څو هغه چارواکي، چې غیرمسلکي دي، ولس ته د خدمت اراده نه لري او له دندو ناوړه او شخصي استفاده کوي تغییر او تبدیل کړل شي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې