تر روسيه وروسته؛ طالبانو له چين څخه هم د جنګ لپاره پيسې اخيستې
د امريکا يو لوړپوړی چارواکی وايي، د متحده ايالاتو استخباراتو يوه مياشت مخکې ولسمشر ټرمپ ته داسې اسناد سپارلي چې ښيي چې طالب اورپکو سره له دې چې له امريکا سره يې ګوتې پټې کړې وې، له چين څخه د امريکايانو د وژلو لپاره پيسې اخيستې دي.
دغه امريکايي مقام ويلي دي چې ټرمپ دغه اسناد خورا محرم بللي، خو په اړه يې کوم اقدام نه دی کړی.
د سرچينې په خبره، د امريکا د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين هم د تېرې مياشتې پر اوولسمه نېټه ټرمپ ته ورياده کړې وه چې چين د دوی د عسکرو د وژلو لپاره پر طالبانو پيسې وېشي.
سيايناين وايي، دا تر اوسه نه ده څرګنده چې ټرمپ ولې پر دغو اسنادو او شواهدو خوله پټه کړې ده.
د امريکا نوی ولسمشر جوبايډن چې سر له اوسه هره ورځ ولسمشر د تلونکي راپور يوه کاپي تر لاسه کوي، هم په دې اړه کوم غبرګون ښوولی.
د تېر کال په پيل کې هم د امريکا استخباراتو ټرمپ ته داسې مالومات ورکړي ول چې په ډاګه کوله يې چې روسيه طالبانو ته د امريکايانو او افغانانو د وژلو لپاره پيسې او وسلې ورکوي.
0 نظرونه