د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني له دندې ګوښه کړل شو
د افغانستان د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني وروسته له هغه له دندې ګوښه کړل شو چې د دغه وزارت ځينې کارکوونکي چې پکې د عثماني خپلوان هم شامل ول، د فساد په تور ونيول شول.
له اداره امور څخه د عامې روغتيا وزارت ته په لېږل شوي يوه مکتوب کې چې يوه کاپي يې سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغلې ده، ويل شوي چې ولسمشر د ښاغلي عثماني استعفا منلې ده.
همدا نن عثماني په يوه خبرې ناسته کې ويلي و چې خپلې دندې ته دوام ورکوي او د فساد پر ضد مبارزه کوي.
د ښاغلي عثماني له څرګندونو او د چارو د ادارې له مکتوب څخه ښکاري چې له عثماني څخه په وچ زور استعفا اخيستل شوې ده.
0 نظرونه