د سالنګ لاره خلاصه شوه
د سالنګونو د ساتنې اداره وايي، دغه اداره توانېدلې ده چې تر دوه څلوېښت ساعت بندېدو وروسته، د سالنګ لويه لاره د مسافرو پر مخ پرانېزي.
دغه لويه لاره پر سالنګونو د سختو واورو او توپان له امله د موټرو پر مخ تړل شوې وه.
د سالنګونو د ساتنې اداره وايي، په شمالي برخو کې پنځه نوي سانټي مټره واوره او په جنوبي سالنګ کې پنځوس سانټي مټره واوره اورېدلې ده.
دغې ادارې له موټر چلوونکيو غوښتي چې له دې لویې لارې د تېرېدو پر مهال دې ځان ډاډه کړي، پرته له وسایلو او تجهیزاتو دې سفر نه کوي او د سالنګونو د چارواکيو سپارښتنو ته دې پام وکړي.
0 نظرونه