په کابل کې د موډلينګ سيالۍ وشوې
۶ جدی ۱۳۹۹ 162681 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په کابل کې د موډلينګ سيالۍ وشوې

 

په کابل کې د دوه زره شلم کال د ښکلي اغلي او ښکلې اغلې د موډلينګ سيالۍ وشوې چې پکې شپيتو تنو نجونو او هلکانو برخه اخيستې وه.

د دغو سياليو چمتو کوونکي وايي، له دغسې سياليو يې موخه د ښکليو ځوانانو او پېغلو راپيدا کول او اعلاناتو، سريالونو او فلمونو ته لېږل دي.

د سياليو يو تن چمتو کوونکی حامد ولي وايي، د شپېتو هلکانو او نجونو له ډلې، شل يې غوره کېږي، بيا د شلو له ډلې لس او په لسو کې دوه وتلي ښکلي د کال د موډل په توګه انتخابېږي.

دی وايي، ښکلي ځوانان په دغه توګه راټولوي، روزي يې او بيا يې له بېلابېلو شرکتونو سره اشنا کوي.

د ده په خبره، دغه کسان به بيا وروسته په فلمونو، سريالانو او اعلاناتو کې لوبېږي.

دا او لا ډېر نور مالومات د سرخط ورځپاڼې پر وېب‌پاڼه وګورئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې