کمال خان څوک و او ولې یې په نوم یو ستر بند نومول شوی؟
۶ جدی ۱۳۹۹ 268424 0 نظر نظام خپلواک

کمال خان څوک و او ولې یې په نوم یو ستر بند نومول شوی؟

نظام خپلواک

 کمال خان چې یو وطندوسته افغان و، سلګونه کاله وړاندې یې په نیمروز ولایت کې ژوند کاوه. هغه د نورو افغانانو په څېر هیله درلوده چې د هلمند سیند مهار او مدیریت شي، څو د نیمروز خړې دښتې لکه جنت ښېرازې کړي او د هېواد زر (اوبه) نورو ته وړیا و نه بهېږي او تر څنګ یې د دې سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه په داسې حال کې چې نه خلکو باور کاوه او نه یې له ده سره مرسته کوله، د خاورې او لرګیو په واسطه، د دې ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ یو بند جوړ کړ چې نسبي اوبه یې مدیریت کړې او د هغه په وسیله شا او خوا ځمکې زرغونې شوې او د سیستان ښکلا یې لا پسې زیاته کړه چې دا بند بیا د هغه په نوم. ونومول شو.

په اصطلاح د ګوډ تیمور د لښکرکشۍ پر مهال پر دې سیمه برید وکړ، کمال خان یې پر وړاندې راپورته شو چې له بده مرغه په پایله کې یې د هغه نږدې ملګري شهیدان او یاد بند له مځه لاړ.

په دغه جګړه کې یاد بند ویجاړ شو، له هغه وروسته د دې خاورې یو بل خواخوږي، سردار محمد داود خان تکل وکړ چې د کمال خان ارمان له سره تازه کړي او پرېکړه یې وکړه چې یاد بند به له سره رغوي، خو له دې اقدام سره سم د غوايي یا ثور په اوومه چې په داود خان کودتا وشوه دا ارمان یې له ځان سره ګور ته یوړ؛ خو د کمال خان د خوب ريښتیا کېدو لپاره لا هم ګامونه استوار دي.

 له کلونو ځنډ وروسته د جلالتمآب محمد اشرف غني د کلک هوډ او د انجنیر خان محمد تکل په پياوړي مدیریت او تکل، يو ځل بیا د کمال خان بند کار پيل شو چې په دې سره د چارو پيل کېدو سره سم یو شمېر کورنيو او بهرنيو مخالفانو ټکان وخوړ، ځکه دوی د کمال خان بند په ارزښت پوهیږي او درک کړې یې ده چې د کمال خان بند رغول، د دې هېواد پر ځان بسیاینې ته څومره ګټوره پروژه ده.

همدې ارزښت ته کتو د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني له‌خوا د دې بند رغنیزې چارې له اوږد ځنډ وروسته د درېیم ځل لپاره پيل شوې، خو له نږدې مودې وروسته یې د یو شمېر حقوقي ستونزه له امله چارې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې.

خو کله چې انجنیر خان محمد تکل ته د اوبو او انرژي وزارت چارې وسپارل شوې، د کجکي، شورابک، مچلغو، دهنه درې، دهله، پاشدان، شاه و عروس، شاه توت، منوګي او... په ګډون یې د کمال خان بند چارې له سره پيل کړې، اما د کمال خان بند پروژه یې د کارونو په لومړیتوب کې ونیوه. نوموړی هر کله دا یادونه کوي چې "کمال خان د افغانانو، ملي شتمني او غرور دی. دا د سردار کمال خان او سردار داود خان لوی ارمان و، د دغه خوب ريښتیا کول زموږ د ټولو ګډ مسؤولیت دی."

کمال خان بند چې د هېواد نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې موقعیت لري. د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه ده چې د اوبو مدیریت، برښنا تولید، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د سېلابونو مهار او خلکو ته د کارموندنې په موخه جوړیږي چې ۹۵ سلنه رغنیزې چارې یې بشپړې شوي او په نږدې راتلوونکي کې به د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس انجنیر خان محمد تکل له‌خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کمال خان بند له بشپړېدو وروسته، ۲۷۸۸ مېلیون متر مکعب مهار کوي؛ 55 ملیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي؛ 174 زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي او د ۹ مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت به ولري.

ولې د کمال خان قبر او هدیره له خپل ځای څخه بل ځای ته ولېږدول شول؟

د دې خاورې مئین کمال خان چې د وطن په لار کې شهید شو، د سیمې خلکو د کمال خان بند خواته خاورو ته وسپاره، خو کله چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې انجنیرانو له‌خوا د کمال خان بند سروې او ډيزان ترتیب شول؛ د کمال خان قبر د بند د کاسې په سیمه کې راغی، دا چې د اوبو ذخیره کولو وروسته دغه سیمه ډنډېده؛ نو انجنبرانو اړینه وبلله چې له ویجاړېدو وړاندې هدیره باید بل ځای ته ولېږدول شي، ځکه د هېواد سفاهي کمال خان او نورو هېوادوالو قبرونه زموږ لپاره د عبرت او وطندوستۍ یادګارونه دي. هماغه و چې د بند چارو بشپړېدو سره سم د جمهور رئيس په هدایت او د سیمې علماء او مشرانو په لارښونه پرېکړه وشوه چې د کمال خان قبر او هغه موجوده هدیره باید له خپل ځای څخه بل ځای ته ولېږدول شي.

د یو ګډ کاري ټيم په جوړېدو سره د نيمروز ولايت د ملي شخصيت او د کمال خان د بند بنسټ ايښودونکي کمال خان مقبره او د نورو هېوادوالو هدیره د کمال خان د اتم پښت لمسي تر څنګ د نیمروز ولایت مقام، ولایتي شورا استازیو، چهاربرجک ولسوالۍ علماوو، قومي مشرانو، د مدني ټولو او ځوانانو له چاربرجک ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز ته ولېږدول شوه چې ډېر ژر به د کمال خان د قبر چارې پيل او په مرمرینو کاڼو ښکلې او ودانه شي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې