ملي امنيت ’د پېريانو پر ځاله‘ عمليات کړي؛ په افغانستان کې د پاکستان او چين د ګډو جاسوسانو خونړۍ شبکه نيول شوې
د افغانستان ملي امنيت د کابل په دوو سيمو کې دا ځل "د پېريانو پر ځالو" عمليات کړي او څو تنه چينايي جاسوسان يې ژوندي نيولي دي.
دا عمليات ځکه تر نورو ځانګړي دي چې پکې افغان استخبارات د يوې داسې جاسوسي شبکې ريښو ته رسېدلي چې سرچينه يې له چينه اخيستې، پاکستان او د هغه هېواد استخباراتو ورسره ګوتې پټې کړې او معامله يې له حقاني شبکې سره کړې ده.
ځينې شنونکي په باور دي چې په افغانستان کې د چينايي جاسوسانو دغه شبکه چې خورا پرمختللې او پېچلې جوړه وه، له حقاني شبکې سره پر دې جوړه وه چې دغه شبکه به د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې ايغور او نور د چين ضد جنګيالي ورته وژني او دوی به په کابل کې ترورونه، تښتونې او وژنې ورته کوي.
د دوی په باور، په فارياب کې د طاهر يولداش د زوی وژل کېدل بې څه نه و او د دغو داړو شبکو له يو ځايوالي سره يې مخامخ اړيکه لرله.
د دغې شبکې پر ضد اقدام ته د روانې مېلادي مياشتې پر لسمه تابيا نيول شوې وه، خو افغان استخباراتو ځای، وخت او موقع ته کتل.
ځينې سرچينې وايي، څو ورځې وړاندې د افغانستان ملي امنيت د کابل په څلورمه کارته سيمه کې پر عسکري بلاکونو ناببره عمليات کړي دي.
د دغو بلاکونو يوه اوسېدونکي سرخط ورځپاڼې ته وويل چې عمليات دومره ناڅاپي و چې حتا لس دقيقې وړاندې هم څوک نه پوهېدل چې دلته څه روان دي او څه به پېښېږي.
"په دهلېزونو کې د بوټونو ډېره زوروره دربا شوه، دروازه مې خلاصه کړه، د ملي امنيت يو سرتېري مې مخ ته لاس ونيو، ويې ويل، ننوځه، يو څه وخت مه راوځه، شېبه وروسته سرتېري کښته شول، په منځ کې يې يو لاس تړلی کس له ځان سره کشاوه."
دغه کس لي يانګيانګ نومېده او په افغانستان کې د چينايي جاسوسانو د شبکې مسوول و.
له ده سره د ده د اوسېدو په ځای کې وسلې، مهمات، باروت، نور چاودېدونکي توکي او د کټامين په نامه پوډر هم نيول شوي دي.
لي يانګيانګ د روان مېلادي کال په جون کې په افغانستان فعاليت پيل کړی و او ويل کېږي چې کار يې په اصل کې په سيمه کې د چين نفوذ زياتول، د ايغورو مسلمانانو مهارول او د چين پر ضد د کېدونکيو چارو مخنيوی و او د همدې موخو لپاره يې له حقاني شبکې سره هم د پاکستان په منځګړتوب معامله کړې وه چې دغه شبکه به دوی ته او دوی هغې ته کار کوي.
د افغانستان ملي امنيت په همدې ورځ او عين همدې وخت د کابل پر يوه بله سيمه شېرپور کې هم د همدې شبکې پر ضد عمليات کوي او هلته د شا هونګ په نامه ښځه له کټ مټ همداسې وسلو او چاودېدونکيو توکو سره نيسي.
په همدې ورځ او همدي وخت د کابل په يوه بله کې سيمه کې هم عمليات کېږي او هلته د يوه تايلنډي په ګډون د چينايي جاسوسانو د شبکې اته تنه نيول کېږي.
پر دريو سيمو د ملي امنيت دغه عمليات په يوه وخت شوي او پر يوه وخت پای ته رسېدلي، دومره دقيق چې حتا جاسوسان نه دي توانېدلي، خپلو نورو ملګرو ته د عملياتو خبر ورکړي.
سرچينې وايي، لي يانګيانګ او شا هونګ دواړه په افغانستان کې د چينايي جاسوسانو د شبکې سرلاري او د ملا تېر بلل کېدل چې له حقاني شبکې سره يې هم د پاکستان د څارګرې ادارې ایايسای په منځګړتوب ګوتې پټې کړې وې.
ځينې داسې مالومات هم ورکول شوي دي چې ګواکې چين د پاکستان په مرسته له طالبانو سره هم اړيکې جوړې کړې چې په افغانستان کې د امريکا پر ضد وجنګېږي.
د هند زي نيوز ته په کابل کې ځينو سرچينو ويلي دي چې په دې سربېره چين غواړي د سولې پروسه ويجاړه کړي او په دې توګه په دغه سيمه کې اوږدمهالو موخو ته ځان ورسوي.
ملي امنيت ولسمشر ته د دغو عملياتو راپور ورکړی او هغه د ولسمشر لومړي مرستيال او د ملي امنيت پخواني رييس امر الله صالح ته دنده سپارلې چې له نيول شويو جاسوسانو پوښتنې ګروېږنې وکړي.
له پاکستان سره د چين د استخباراتو د ګوتو پټولو دغه کيسه نوې نه، بلکې د نولس سوه نوييمو کالونو له وروستيو څخه روانه ده.
هغه مهال پاکستان په قبايلي سيمو کې له چينه را مهاجر شوي ايغور مسلمانان او توندلاري د چين لپاره يا وژلي او يا مجبوره کړل ول چې بېرته چين ته ولاړ شي.
1 نظرونه
Farman mukhlis
شنبه، ۶ جدی ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply