په امريکا کې درنه چاودنه شوې
نن د امريکا د متحده ايالاتو د تينيسي ايالت په مرکز ناشويل کې چاودنه شوې چې له امله يې ګڼ کورونه او موټرونه زيانمن شوي او خلک يې ژوبل کړي دي.
د ناشويل د پوليسو وياند ډان ارون وايي، د چاودنې ځای ته ورڅېرمه کورونه زيانمن شوي، ښيښې يې ماتې شوې او موټرو هم اور اخيستی دی.
دی وايي، د چاودنې له ځایه درې تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه چاودنه د ناشویل ښار په منځ کې په هغه ځای کې شوې ده چې مۍخانې، رستورانټونه او هټۍ پکې دي او د سیلانیانو مرکز بلل کېږي.
ځینې عیني شاهدان وايي چې د چاودنې غږ ډېر لوړ و او تر لېرې ځایونو یې ودانۍ لړزولې دي.
0 نظرونه