د بابا وانګا وړاندوينې؛ ۲۰۲۱ به انسانانو ته خونړی کال وي
۵ جدی ۱۳۹۹ 239386 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د بابا وانګا وړاندوينې؛ ۲۰۲۱ به انسانانو ته خونړی کال وي

 

د بلغاريا مشهوره نجومګره بابا وانګا چې په نړۍ کې د خپلو وړاندوينو له امله مشهوره ده، دوه زره يو ويشتم کال يې د انسانانو لپاره ښه نه دی بللی.

د راتلونکي مېلادي کال په اړه د بابا وانګا يا "وانګا انا" په وړاندوينو کې ويل شوي دي چې دغه کال به انسانان له ځينو بدو پېښو سره مخ شي.

د دې د وړاندوينو په اساس، ښايي په دغه کال ستونزې او غمونه د انسانانو تګلارې بدلې کړي.

دې په خپلو وړاندوينو کې اشاره کړې ده چې ښامار غوندې ځواک به درست بشر په ولکه کې ونيسي او درې دېبان به د نړۍ انسانانو ته لاره سره يوه کړي.

ځينې شنونکي له دېبانو د چين او د دغه هېواد د اقتصادي پرمختيا تعبير کوي.

په دغو وړاندوينو کې ويل شوي دي چې په دوه زره يوويشتم کال کې به انسانان لا ډېر د دين او مذهب په نومونو سره ووېشل او قرباني شي او په دې سربېره به، د روسيې د ولسمشر د وژلو هڅې هم وشي.

د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اړه هم وړاندوينه شوې او ويل شوي دي چې له رواني ستونزو سره به مخ شي.

خو په دغو وړاندوينو کې يوه ښه خبره هم شته او هغه دا چې انسانان به په دغه کال کې د سرطان علاج پيدا کړي.

بابا وانګا تر دې وړاندې د شوري اتحاد د زوال، د چرنوبل د اټومي پېښې، په دوه زره څلورم کې پر اندونېزيا د سونامي راتللو، د سپټمبر د يوولسمې او ځينو نورو پېښو وړاندوينې هم کړې وې چې رښتيا شوې، خو ځينې يې دروغ هم ثابتې شوې دي.

دا په دې باور ده چې په يوويشتمه پېړۍ کې به نړۍ له منځه ځي.

سني لېون اوس د بادرنګو پالېزونه ساتي

Jul 30, 2021 29

د هند د اندهرا پردېش ايالت په نيلور ولسوالي کې يوه کروندګر پر خپله پراخه ځمکه د سني لېون لوی لوی عسکونه ځړولي او په دې باور دی چې د بې‌باکه فلمونو دغه ستورې به يې کرونده له بده [...]

عامر خان دويمه ښځه هم خوشې کوي

Jul 03, 2021 29

د هندي سېنما مشهور ستوري عامر خان اعلان کړی دی چې له خپلې دويمې ښځې کرن راو څخه د ژوند لارې بېلوي او طلاق ورکوي.

يوې ۲۵ کلنې ښځې، په يوه وار ۹ ماشومان زېږولي

May 05, 2021 29

د ناداره هېواد مالي يوې پنځه ويشت کلنې ښځې په يوه وار نهه ماشومان زېږولي او ټول يې روغ رمټ نړۍ ته راغلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې