ترکيې ۹۹ ټنه خښ شوي سره زر موندلي
۳ جدی ۱۳۹۹ 210360 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ترکيې ۹۹ ټنه خښ شوي سره زر موندلي

 

د ترکيې حکومت وايي، د ارطغرل د قبر شاوخوا يې، شاوخوا سل ټنه سره زر چې هغه وخت خښ کړل شوي ول، موندلي دي.

د ارطغرل قبر د ترکيې په سوګوت سيمه کې دی.

د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو وايي، په دغه خزانه کې درې نيم ميليونه اونسه سره زر دي چې شاوخوا سل ټنه کېږي او بيه يې تر شپږ ميليارډه ډالره اوړي.

د ترکيې حکومت رسنيو ته ويلي دي چې تر دوه کاله پورې به د دغو سرو زرو د راايستلو چارې پيل کړي او د حکومت خزانې ته به يې وسپاري.

سوګوت سيمه د عثماني خلافت د تهداب ايښووونکي عثمان، د پلار اطغرل د زيارت له امله مشهوره ده.

ارطغرل د عثمان پلار و او لوی فاتح بلل کېده چې د فتوحاتو له امله يې عثماني خلافت جوړ شو.

سني لېون اوس د بادرنګو پالېزونه ساتي

Jul 30, 2021 29

د هند د اندهرا پردېش ايالت په نيلور ولسوالي کې يوه کروندګر پر خپله پراخه ځمکه د سني لېون لوی لوی عسکونه ځړولي او په دې باور دی چې د بې‌باکه فلمونو دغه ستورې به يې کرونده له بده [...]

عامر خان دويمه ښځه هم خوشې کوي

Jul 03, 2021 29

د هندي سېنما مشهور ستوري عامر خان اعلان کړی دی چې له خپلې دويمې ښځې کرن راو څخه د ژوند لارې بېلوي او طلاق ورکوي.

يوې ۲۵ کلنې ښځې، په يوه وار ۹ ماشومان زېږولي

May 05, 2021 29

د ناداره هېواد مالي يوې پنځه ويشت کلنې ښځې په يوه وار نهه ماشومان زېږولي او ټول يې روغ رمټ نړۍ ته راغلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې