کريمه بلوڅ څوک وه او چا ووژله؟
۲ جدی ۱۳۹۹ 393040 1 نظر سرخط ورځپاڼه

کريمه بلوڅ څوک وه او چا ووژله؟

 

د روانې مېلادي مياشتې په شلمه نېټه د کاناډا له ټورنټو څخه بلوڅ سياستواله او د بلوڅ محصلينو د سازمان پخوانۍ مشره کريمه بلوڅ تري تم شوه او نن يې له پېژندلو وتلی جسد په همدې ښار کې وموندل شو.

د ټورنټو پوليسو تېره ورځ د دې د ورکېدو خبر ورکړ، خو وروسته يې وويل چې هغه موندل شوې ده.

 

کريمه څوک وه؟

کريمه بلوڅ د بلوچستان د کيچ په تمپ سيمه کې زېږېدلې وه، اوس يې عمر اووه دېرش کالو ته رسېده او له کاناډا څخه يې د بلوڅو د حقونو او له پاکستان څخه د بلوچستان د ازادي لپاره کار کاوه.

دې د ورکو بلوڅانو د موندلو او راخلاصولو لپاره له تېرو لسو کالو راهيسې د  وايس فار بلوڅ مسنګ فرسنز ډلې غړيتوب درلود او د هغوی فعاله غړې بلل کېده.

د وايس فار بلوڅ مسنګ فرسنز مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ وايي، کريمه بلوڅ د روانې مياشتې په شلمه ورځ غرمه ورکه شوه او نن يې جسد موندل شوی دی.

ماما قدير بلوڅ وايي، د هغې مړينې د دوی تحريک ته قوي ټکانونه ورکړي او نه پوهېږي چې تش به يې څنګه ډکېږي.

د ده په خبره، کريمه بلوڅ وه چې د بلوڅو د ازادي تحريک ته يې بلوڅې مېرمنې دننه کړې او اوس له دې څخه په الهام اخيستو ګڼ شمېر بلوڅې پېغلې د بلوڅو ځوانانو تر څنګ د خپلو حقونو او ازادي تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

کريمه بلوڅ دوه خوېندې او يو ورور لري او پلار يې په مسقط کې په يوه روغتون کې کار کوي.

کريمې بلوڅ په دوه زره ديارلسم کې د ورکو شويو بلوڅانو د راپيدا کولو لپاره له خپل کلي تر کوټې ښار پورې، يو لوی لاريون هم کړی و چې د کوټې ښار سرياب ته له رسېدو سره ورباندې ډزې وشوې، خو دا وتوانېده چې لاريون روان او ژوندی وساتي.

په دوه زره څوارلسم کال کې پاکستاني عسکرو په تربت سيمه کې د کريمې بلوڅ کور ته اور واچاوه او د کورنۍ څو غړي يې له ځان سره يووړل چې تر اوسه ورک دي.

ماما قدير بلوڅ وايي، د کريمې د کورنۍ شپږ اووه غړي کلونه وړاندې يو په بل پسې پوځ تري تم کړي او دی باور لري چې وژلي به يې وي.

په دوه زره څوارلسم مېلادي کال کې د بلوڅ محصلينو د سازمان مشر زاهد بلوڅ د کوټې له سټلايټ ټاوان څخه ورک کړل شو او تر هغه وروسته دې د دغه سازمان مشري په غاړه واخيسته.

وروسته يې په کوټه کې ژوند سخت او کاناډا ته لاړه، هلته يې سياسي پنا واخيسته، وړمه ورځ تري تم او نن يې جسد وموندل شو.

دا دا مهال د بلوڅ محصلينو د سازمان مرستياله وه او پرلپسې يې د بلوڅو د حقونو، ورکو شويو بلوڅو د راخوشي کولو او د بلوچستان د ازادي لپاره مبارزه کوله.

د دوه زره شپاړسم په اګست مياشت کې پاکستان د کريمې بلوڅ په ګډون د بلوڅو سياسي مشران، براهمداغ بګټی او حربيار مری له پاکستان سره په خيانت او غداري تورن کړل چې ورسره سم پر دغو کسانو بنديزونه هم ولګول شو.

د بښنې نړيوال سازمان او د بشري حقونو ګڼو نړيوالو ادارو د کريمې بلوڅ په وژل کېدو خواشيني ښوولې او په دې اړه يې د بېړنيو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

  1. Avatar
    Farman mukhlis
    سه شنبه، ۲ جدی ۱۳۹۹پاسخ
    الله دې شهادت قبول کړي او ددې وینه دې د خپلواک بلوچستان سبب وګرځي، کنډا کې د یادې میرمنې په نښه کول کومه آسانه چاره نه ده د کنډا دولت باید سپیناوی وړاندې کړي او ځواب ووایي چې څنګه هلته بلوڅ ملت پالي په امن نه دي پرته له شکه چې دغه پېښه کې ای ایس ای لاس لري او کیدای شي له خپلو بړیڅو یې ګټه پورته کړي وي، کنډا باید په نړیواله کچه اعتراض وکړي او پنجاب سره واقعي چلند وکړي، پنجاب باید تورلیست ته واچول شي او هر ډول بندیزونه پرې وضعه شي، که نړیوال غواړي او د پنجاب سره په دغو جرایمو کې شریک نه وي یا همغږي نه وي ژر تر ژره باید دغه جعلي هیواد تجزیه شي او مخالفینو سره یې هر ډول مرستې وشي، مــــــــــننه. ژوندی دې وي لوی افغانستان
    • Avatar
      زهیرمل
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.
    • Avatar
      Hamid Asadi
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.
    • Avatar
      Azizi
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې