ښکلا پېژندنه
۱ جدی ۱۳۹۹ 316822 0 نظر څارنوال عمر شفیق

ښکلا پېژندنه

څارنوال عمر شفیق

ښکلا پېژندنه چې په انګليسي کې (Aesthetics) ورته وايي او په ساده يا عام ډول ښايست باله شي. د فسلفې يو بارز بحث دى. دا علم ښکلا د خلاقيت له لارې په طبيعي ډول پلټي او بحث پرې کوي. مخکې له دې چې ښکلا وپېژنو اړينه ده، هغه ميتودولوژي يا پوهنه وپېژنو چې موږ يې په مرسته ښکلا پېژندلى شو. ښکلا پېژندنه یا ښکلا پوهنه ذهني او حساسو عاطفي ارزښتونو ته وايي او د عاطفې، احساس او خوند په اړه تصميم يا د نهايي پرېکړې مرکزيت ګڼل کېږي. اوس مو چې ښکلا پېژندنه يا هغه علم چې په وسيله يې ښکلا پېژندلى شو، وپېژندله. لازمه ده چې پر ښکلا بحث وکړو، چې خپله ښکلا يا ښايست څه ته وايي؟ يا دا چې کوم ډول تجسم او منظر ښکلى ګڼل کېږي؟

د انساني ژوند ټولې پديدې په مختلفو ډولونو تعريف شوي دي. دا رنګارنګي او تنوع له انساني فکر او ذوق سره اړيکه لري. په دې مانا چې هر انسان د طبعيت انځور ته د خپل ليد له زاويې ګوري او بيا يو ګروهمن تصميم نيسي. دا چاره په يوه دليل منطقي هم ده. ځکه دلته فردي اروايي او ذهني کشش يا جذابيت مطرح دى. يانې هر څوک چې د طبعيت له تجسم يا انځور څخه څومره مواخذه لري، طبيعي ده، چې همدومره څه جذبوي. ځکه له دې پورته ظرفيت نه لري.

بل خوا دا هم بايد ومنل شي، چې ښکلا فطرتي غوښتنه ده. په داسې حال کې چې زيات وخت دا پوښتنه پيدا کېږي، چې څرنګه د ښکلا يا ښايست په اړه پرېکړه کولى شو. يانې څرنګه ويلى شو، چې دا انسان، منظر او يا بل څه ښايسته او ښکلي دي؟

له دې سره سره چې ښکلا يوه ذاتي او فطرتي تقاضا يا غوښتنه ده او تشخيص يې انساني علايقو، ذهني درک او جذب ته پاتې کېږي، خو بيا هم د ښکلا لپاره يو لړ مشخصات او معيارات شتون لري. چې بايد په موجوديت کې يې د ښکلا او په نه موجوديت کې يې د بدرنګۍ احساس وشي او ذهن يې په اړه تصميم ونيسي.

د بېلګې په توګه که يوه ښکلي مرغۍ چې ښايسته بڼکې، سره مښوکه، ګلابي پښې، دنګه غاړه او نور د زينت وجودي برخې لري؛ ووينو منو چې ډېره ښکلي او ښايسته ده او که له همدغې مرغۍ څخه بڼکې وايستل شي او يا يې د وجود په نورو برخو کې تغير راوستل شي؛ ليدل کېږي، چې هماغه ښکلي مرغۍ بدرنګه ښکاري. دا د ښکلا او بدرنګۍ لپاره د څرګندو ځانګړنو د موجوديت دليل دى.

په هر صورت د ښکلا او ښايست لپاره ډېر تعريفونه او تعبيرونه شتون لري. زما لپاره د ښکلا تعريف دا دى، چې له ليدو يې احساسات راوپاريږي او عواطف راويښ کړي. په بله وينا؛ ښکلا هغه بوږنوونکې ليدنه ده، چې ذوق او احساسات راپاروي، عواطف راويښوي او يو مشخص تګلورى ټاکي. مخکې مو هم وويل چې په خوښونه کې فکري تمرکز رامنځته کېږي او ذهني جذب يوې نهايي پرېکړې ته تيارى نيسي. کانديد اکاډمېسن استاد محمد صديق روهي په خپل ( ادبي څېړنې) کتاب کې ښکلا د دوو جلا ليدلوريو په ترڅ کې تعريف کړې ده، چې دواړه اړخونه يې د پام وړ دي او ښکلا پېژندنه کې ډېر رول لري.

لومړى اړخ يې موضوعي دى. موضوعي ښکلا هغه ده، چې د حس کوونکي په حس کې موجوده وي. داسې چې يو څوک يو جسم ته ګوري او ښکلا حس کوي. يانې د ليدونکي په حواسو کې د جذب قوه ده، چې د ليدنې وړ منظر ښکلا تشخيصوي. 

دويم اړخ يې معرضي ښکلا ده. معرضي ښکلا هغه ده، چې په منظر کې موجوده وي. په دې مانا چې خپله جسم کشش يا جذابيت لري، چې ليدونکي پام ځان ته اړوي.

د ښکلا پېژندنې او د ښکلا له تعريفاتو وروسته د ښکلا او ښايست پر هغه ماهيت غږېږو، چې انسان يې د معنويت له زاويې ګوري او د ښکلا په صفت يې مني. که پام وکړو پورته بحث په څرګنده د ښکلا پر ظواهرو شوى دى. يانې ليدل او کتل او بيا د حواسو په درک سره د ښکلا عنوان ورکول منل شوي دي. د ښکلا دغه د ظواهرو اړخ په عمومي مناظرو کې صدق کوي، خو د انسان په تړاو بل اړخ خپلوي او د معنويت جوهر ته ننوځي.

دليل دا دى، چې که د ښکلا او ښايست پورتني تعريفات دقيق وسنجول شي او ټول هغه کلمات چې د ښکلا تعريف يې جوړ کړى دى، تحليل شي؛ بيا پوهېدلى شو، چې ښکلا د ظواهرو په نسبت له معنويت سره ډېره اړيکه لري. تعريف کې ويل شوي دي، چې ښکلا بوږنوونکي ليدنه ده، چې احساسات او عواطف راپاروي او تګلورى ټاکي. که احساس او عاطفه تحليل شي. دواړه د مهربانۍ او نرمښت معادل دي، چې مهرباني او نرمښت د انسان باطني ځانګړنې او ټولنيز ارزښتونه دي.

کېدلى شي موږ يو ښکلى انسان ووينو، خوښ مو شي او ډېر ښايسته راته ښکاره شي، خو چې باطن ته يې ننوځو او ټولنيز چلندونه يې تشخيص کړو؛ ټول حرکات او سکنات به يې له مضريت ډک وي او هره کړنه به يې د انسان په روح او روان منفي اثرات ښيندي. له دې وروسته مو بېرته هماغه احساسات او عواطف چې په ليدو يې پارېدلي و؛ بر عکس په شديد تنفر بدليږي. دلته ده، چې ښکلا له هغو انساني چلندونو سره سر خوري، چې انساني فطرت او روح پکې حليږي او د انسان ادراک، ذهن، سيرت او صورت غېږه ورکوي.

دغه چلندونه مطلقاً د انسان په هست کې پراته دي او د انسان په فردي تجسس موندل کېږي او وده کوي. کېدلى شي يو ډېر ښکلي څېره لرونکي انسان په خپل هست کې دغه چلندونه نه وي روزلي او له تکراري برخورد وروسته مو هغه احساسات او عواطف بېرته جمپ کړي، چې د هغه د څېرې په ليدو پارېدلي و او د هغه د خوښېدنې انګېزه يې در کړي وه. همدارنګه کېدلى شي يو بې رنګه او ځيګ انسان ووينئ او په ليدو يې بې تفاوته واوسئ. خو د هغه په هست کې د هغو انساني عاطفي چلندونو سيندونه بهيږي، چې د انسان روح او روان احساسات او عواطف پاروي او په نهايت کې ښکلا ګڼل کېږي. له دې کبله د انسانانو د انتخاب لپاره د هغوى باطن ته ننوځئ او په مکرر ډول يې وازمايئ. ځکه انسانان ګلان نه دي، چې ناګويا پر مېز درته ايښي وي او له ليدو يې خوند اخلئ.

انسانان چې انسانان نه وي او انساني عاطفي حواس يې په هست کې نه وي روزل شوي او وده يې نه وي کړي؛ بدرنګ خو بدرنګ دي او له بدرنګۍ ور آخوا له داړونکو حيواناتو هم ډېر مضريت لري، چې يو عاطفي انسان ورسره قطعاً ژوند نه شي کولى.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې