ملا برادر او ډله يې پر پاکستان ور کښته شول
۲۶ قوس ۱۳۹۹ 196328 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ملا برادر او ډله يې پر پاکستان ور کښته شول

 

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ډله يې لږ مخې د اسلام‌اباد پر هوايي ډګر ورکښته شوي او پاکستانيانو ورته ځانګړو شويو خونو ته رسولي دي.

دوی وايي، له ملا برادر سره نهه تنه نور طالبان هم ملګري دي او د سولې په خبرو کې له وقفې څخه په ګټه اخيستو پاکستان ته تللي.

ټاکل شوې ده چې د طالبانو دغه ډله به درې شپې په پاکستان کې تېروي او هلته به د پاکستان لوړپوړيو چارواکيو ته د سولې د پروسې په اړه راپور ورکوي.

 

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې