وسلهوالو د نايجريا له يوه ښوونځي۴۰۰ ماشومان تښتولي
په نايجريا کې پر يوه ښوونځي تر بريد وروسته د دغه ښوونځي څلور سوه تنه ماشومان تري تم دي او لا يې هم مړی ژوندی نه دی مالوم.
پر ښوونځي دغه بريد د نايجريا په کتسينا سيمه کې شوی او د سيمې اوسېدونکيو ويلي دي چې د ماشومانو تر تښتولو مخکې د پوليسو او بريد کوونکيو تر منځ جګړه هم شوې ده.
په دغه ښوونځي کې ټول ټال شپږ سوه تنو ماشومانو درس وايه چې دوه سوه يې د پوليسو او بريد کوونکيو تر منځ د جګړې پر مهال د پوليسو له خوا له ښوونځي ايستل شوي او کورنيو ته سپارل شوي دي.
د نايجريا حکومت ويلي، له ځمکې او هوا د ماشومانو پلټه روانه ده، خو تر اوسه نه دې پوهېدلي چې چېرته وړل شوي دي.
په نايجريا کې په دوه زره څوارلسم کال کې هم د بوکو حرام په نامه يوې مذهبي ډلې د دغه هېواد په چيبوک سيمه کې د نجونو پر يوه ښوونځي بريد کړی و او بيا يې دوه سوه او شپږ څلوېښت نجونې له ځان سره تښتولې وې.
د هغو نجونو له ډلې، سل يې تر اوسه تري تم دي.
0 نظرونه