د ايران حکومت يو خبريال په دار وځړاوه
ايرانۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد حکومت هغه خبريال په دار ځړولی دی چې د امدنيوز په نامه يې د ټلګرام يو کانال چلاوه.
دغه ځوان روح الله زم نومېده او تور ورپورې و چې ګواکې اسراييلو ته يې جاسوسي کوله د ايران د حکومت پر ضد يې خبرونه خپرول، خو ده دغه تورونه بې اساسه بلل او ادعا يې کوله چې يوازې يو خبريال دی.
ده ته د تهران محکمې د اعدام سزا اورولې وه او نن سهار وختي په دار ځړول شوی دی.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، زم په فرانسه کې اوسېده، شاوخوا دوه کاله وړاندې عراق تللی و هلته نيول شوی او بيا ايران ته پسې وړل شوی و.
د خبريالانو بېلابېلو اتحاديو د زم اعدام غندلی او ايران يې پړ بللی چې خپل سياسي مخالفين په دار ځړوي.
0 نظرونه