د هېواد وتلی ليکوال استاد رهنورد زرياب ومړ
۲۱ قوس ۱۳۹۹ 141431 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د هېواد وتلی ليکوال استاد رهنورد زرياب ومړ

 

د هېواد وتلی ليکوال استاد محمد اعظم رهنورد زریاب نن په کابل کې د شپږ اويا کالو په عمر ومړ.

رهنورد زرياب له څو ورځو راهيسې په کرونا اخته شوی و او نن سهار د کابل په څلور سوه بستريز روغتون کې له همدې ناروغي ومړ.

راهنورد زرياب تر سل ډېرې لنډې کيسې، رمانونه او کتابونه تر شا پرېښوول.

اوازی از میان قرن‌ها، مرد کوهستان، دوستی از شهر دور او نقش‌ها و پندارها يې مشهور کتابونه دي.

اروا يې ښاده او پر ګور يې رڼا

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې