
په لوګر کې ۱۷ پروژې بشپړې شوې
چارواکي وايي، په لوګر کې د درې سوه او اتلس ميليونه افغانيو په لګښت اوولس لویې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولایت د کرنې ريیس عبدالله تسل وايي، په دغو اوولسو لویو پروژو کې سلګونه کوچنۍ پروژې د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، بڼوالۍ، لبنیاتو او په یو شمېر نورو برخو کې شاملي دي.
د تسل په خبره، د دغو پروژو د پلي کېدو له لارې ګڼو بې روزګارو خلکو ته د کار زمینه هم برابرېږي.
دو وایي پلې شوې پروژې کولای شي چې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په وده کې رغنده رول ولوبوي او د ولایت په کچه د اقتصادي ودې لامل شي.
0 نظرونه