ډاکټر عبدالله وايي، سر له سبا په قطر کې د سولې ’جديبحثونه‘ پيلېږي
د افغانستان ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، سر له سبا به په قطر کې د دواړو غاړو تر منځ د سولې ’جديبحثونه‘ پيل شي.
ده نن په يوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال وويل چې یوه بشپړه او تفصیلي اجنډا موږ لرو، همدا ډول یوه مفصله اجنډا د طالبانو د پلاوي له خوا ده.
ده وويل، هغوی غواړي چې یو شمېر نورو مسایلو ته لومړیتوب ورکړل شي، ولې موږ غواړو چې ځینو نورو مسایلو ته لومړی ولاړ شو، مګر له دې ټولو باید موخه سولې ته رسېدل وي.
د ملي مصالحي عالي شورا ريیس په اجنډا کې د رانغاړل شويو موضوعاتو په اړه ډېر جزیات نه ورکوي، خو اوربند پکې مهم ټکی یادوي چې په خبره یې، ټول افغانان یې غوښتونکي دي.
د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان دولت او د طالبانو مرکچي پلاویو تر اوسه د اجنډا په اړه درې غونډې کړې، خو په غونډو کې د کېدونکيو بحثونو په اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي او یوازې یې د بحثونو پایله ښه ارزولې ده.
0 نظرونه