امنيت شورا؛ که ۷۰۰۰نور طالبان هم خوشې شي، فايده نه کوي
۱۸ قوس ۱۳۹۹ 157288 0 نظر سرخط ورځپاڼه

امنيت شورا؛ که ۷۰۰۰نور طالبان هم خوشې شي، فايده نه کوي

 

د افغانستان امنيت شورا وايي، د سولې په پار د پنځه زره او پنځه سوه طالب زندانيانو خوشې کېدو وښوده چې که اووه زره نور طالب زندانيان هم خوشې کړل شي، نه به سولې ته ګټه وکړي، نه به امنيت ښه شي.

امنيت شورا وروسته له هغه دغه څرګندونې کوي چې وړمه ورځ د امريکا د سفارت شارژدافېر روس ويلسن په يوه غونډه کې وويل چې طالبان تمه لري چې اووه زره نور زندانيان يې هم خوشې شي.

د ملي امنيت شورا وياند مولوي رحمت الله اندړ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلي وېډويي پيغام کې وايي، د افغانستان حکومت تېر ځل هم پنځه زره او پنځه سوه طالب بنديان د دې لپاره خوشي کړل چې تاوتريخوالى به کمېږي او خوشې شوي کسان به بيا د جګړې ليکو ته نه ځي.

دی وايي، د یادو بندیانو خوشې کولو نه يوازې دا چې د سولې پر چټکټيا اغېزه و نه کړه، بلکې حکومت د خلکو تر سختو نيوکو او اعتراضونو لاندې راغی او او دا لړۍ لا هم روانه ده.

اندړ وايي، د دغو بنديانو خوشې کولو په بدل کې بايد تاوتريخوالى کم شوی وای او طالب بنديان د جګړې ليکو ته نه واى تللي، خو نه تاوتريخوالى کم شو او نه هم له جګړې را وګرځېدل.

خو هلته بيا د طالبانو د قطر د دفتر وياند ډاکتر نعيم وايي چې د نورو بنديانو خوشې کول، د بنديزونو او له تور ليسټ څخه د دوى د مشرانو لېې کول د دوحې تړون برخه ده چې بايد عملي شي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې