د کرونا ضد د نړۍ لومړی واکسين يوې ۹۰کلنې بريټانوۍ ولګاوه
په بريټانيا کې نن رسما د کرونا ضد واکسين لګولو لړۍ پيل شوه چې لومړی واکسين يې د مارګريټ په نامه يوې نوي کلنې سپين سرې ولګاوه.
دا به راتلونکې اوونۍ خپله يونوييمه کاليزه نمانځي.
بريټانيا څه موده وړاندې د فايزر اور بايیوټیک ګډ واکسين ته اجازه ورکړې او د واکسين لګولو پر دغه کمپاين يې د ويډي نوم ايښی دی چې نن پيل شو.
د کرونا ضد واکسين لګولو په دغه پروګرام کې څلوېښت ميليونه خوراکه د کرونا ضد واکسين اخيستل شوی چې شل ميليونه انسانانو ته به ولګول شي.
له دغه واکسين څخه اته سوه زره خوراکه يې يوازې تر اتيا کالو د لوړ عمر خاوندانو ته ځانګړی شوی دی.
د بريټانيا حکومت ويلي دي چې لومړيتوب به هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د کرونا له ګواښ سره تر نورو ډېر مخ دي.
په بريټانيا کې اووه سوه زره کسه په کرونا اخته شوي چې يو شپېته زره تنه يې ورڅخه وژلي دي.
0 نظرونه