د ملي روغې جوړې شورا نن لومړۍ ناسته وکړه
۱۵ قوس ۱۳۹۹ 182528 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د ملي روغې جوړې شورا نن لومړۍ ناسته وکړه

 

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رهبري لومړۍ جلسه نن په ارګ کې د ولسمشر په حضور کې جوړه شوه.

په دغه جلسه کې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د سولې د لارې پر نقشه ټینګار وکړ.

ولسمشر وويل، په قطر کې د سولې روانې خبرې دویم پړاو ته داخلې شوې دې.

دی وايي، د دغو مذاکراتو لومړی پړاو سخت و خو اوس چې دویمې مرحلې ته داخلېږي، د مشورې ضرورت به هره اوونۍ وي.

په قطر کې د دولت او طالبانو د مذاکره کوونکيو خبرې د سپټمبر له ۱۲ مې روانې دي چې تېره اوونۍ د اصلي مذاکرو پر کړنلار موافقه وشوه.

دا لا معلومه نه ده، چې اصلي مذاکرې به کله پیلېږي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله دغې پرانیست غونډې ته وویل:

"د مشرتابه کمېټې د کار پیلول، د ملي اجماع د تقویت لپاره موثر ګام دی، د سیاسي موافقې پر اساس، مذاکره کوونکی هیت ستاسې لارښوونو ته سخته اړتیا لري. "

عبدالله عبدالله وویل، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د سولې پروسې پر وړاندې اصلي خنډ دی.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې