یوناما د کندهار د تړلو ښوونځیو خلاصون کې د همکارۍ ژمنه کړې
۱۳ قوس ۱۳۹۹ 318078 0 نظر زین الله احمدي

یوناما د کندهار د تړلو ښوونځیو خلاصون کې د همکارۍ ژمنه کړې

راپور: زین الله احمدي

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یومانا د کندهار د تړلو ښوونځیو په خلاصون، د بشر حقونو د خوندیتوب او یو شمېر نورو برخو کې د دې ولایت چارواکو سره د همکاریو ژمنه کړې ده.

په همدې موخه په کندهار کې د یوناما د سیمه ییز دفتر یوه مسوول نول ولاورومین د دې ولایت د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري سره کتلي دي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خبرې اترې ورسره کړې دي.

ولاورومین ویلي، یوناما د نوي میلادي کال په پیل کې خپل کاري پلانونه جوړوي، چې کندهار ته هم پکې ځانګړې پاملرنه لري او بېلابېلو برخو کې به پروژې عملي کړي.

هغه زیاته کړې، د کندهار د تړلو ښوونځیو خلاصون، د بشر حقونو خوندیتوب، زده‌کوونکو ته درسي مواد برابرول، د موقت درسي ټولګي پرانیستل، د پولیسو او ملي امنیت منسوبینو ته روزنیز ورکشاپونه چمتو کول او د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو خوندیتوب به د دوی د نوي کال په کاري پلان کې شامل وي.

د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د تړلو ښوونځیو په خلاصون کې د یوناما د همکاریو مننه کړې او تمه یې ښودلې چې په دې سره به په ټولو ولسوالیو کې د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ خلاصې شي.

دستګیري د رسمي او حق‌الزحمه يي ښوونکو کمبود، د کتابونو کمښت، د ښوونځیو د ودانیو نشتون، وسله وال مخالفتونه او ناقانونه مداخلې د کندهار د پوهنې ریاست په برخه کې عمده ستونزې بللې او د هواري هیله یې ښودلې ده.

وسله والو طالبانو د کندهار په شپږ ولسوالیو کې د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ تړلې دي؛ حکومت بیا بیا هڅه کړې چې دغه ښوونځي پرانیزي، خو د طالبانو د شدیدو مخالفتونه له امله نه دی توانېدلی.

 

 

 

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې