په خاص کنړ د قومونو تر منځ د اتو کالو شخړه حل شوه
د کنړ ولايت په خاص کنړ ولسوالي د دوو قومونو تر منځ د اوبو پر سر راپورته شوې اته کلنه شخړه هواره شوې.
د دې دغې ولسوالي ولسوال وايي، له تېرو اتو کالو راهيسې دواړه قومونه يو بل ته ګوته په ماشه ول او له دواړو غاړو يې کسان هم وژلي ول، خو نن يې يوې جرګې شخړه هواره کړه.
تر جرګه وروسته دواړو غاړو، يو بل ته غاړې ورکړې او هغه مورچې يې نړولې چې د يو بل پر ضد يې جوړې کړې وې.
د خاص کنړ ولسوال سرخط ورځپاڼې ته وويل چې په دغه جرګه کې يې له خلکو د واکسينونو او انکشافي پروژو په تطبیق کې د مرستې ډاډ هم تر لاسه کړی.
0 نظرونه