اسټراليا دې وشرمېږي؛  د افغان ماشوم پر غاړه د اسټراليايي ايښې چاړې نړۍ ته ټکان ورکړی
۱۰ قوس ۱۳۹۹ 238637 0 نظر سرخط ورځپاڼه

اسټراليا دې وشرمېږي؛ د افغان ماشوم پر غاړه د اسټراليايي ايښې چاړې نړۍ ته ټکان ورکړی

 

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ژايو ليجيان پر ټويټر د يوه افغان ماشوم او اسټراليايي سرتېري عکس خپور کړی چې پکې سرتېري د ماشوم پر غاړه په وينو سره چاړه ايښې ده.

 

ليجيان له دغه عکس سره ليکلي دي چې د اسټراليايي سرتېرو په لاس د ملکي او زنداني افغانانو وژلو ټکان ورکړی او د اسټراليايي سرتېرو دغسې کړنې په کلکه غندي.

همدې عکس اوس غبرګونونه راپارولي او خبره د هېوادونو په کچه مخکې تللې ده.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د دغه عکس خپرول ټکان ورکوونکی او توهينوونکی کار بللی دی.

ده ويلي، چين بايد د دغه عکس په خپرولو وشرمېږي.

د موريسن په خبره، دغسې کارونه به د چين او اسټراليا اړيکې ترينګلې کړي او بايد چين بښنه وغواړي.

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت بيا ويلي، اسټراليا بايد وشرمېږي چې په يوه غريب هېواد کې يې د هغه هېواد پر ناچاره وګړو دغسې ناکردې کړې دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د عکس په اړه يې څېړنې پيل کړې چې رښتيا دی که نه، خو وايي، دوی تمه لري چې په دغسې کارو له افغانستان سره د چين او اسټراليا مرستې او اړيکې خرابې نه شي.

څه موده وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي و چې اسټراليايي سرتېرو په افغانستان کې د خپل ماموريت پر مهال لسګونه بې ګناه افغانان په نه خبره شهيدان کړي ول.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې