اخلاق
۱۰ قوس ۱۳۹۹ 564030 0 نظر څارنوال عمر شفیق

اخلاق

سريزه:

انساني ټولنيز ژوند اصل کې يو ډول ارزښتونو پوښلى دى. دليل دا دى، چې انسان يو موجود دى. خلقت يې توپير نه لري. د انسان ذات يو دى او خويونه يې هم فطرتاً شريک دي.

ځينې توپيرونه شته، چې هغه د انسان له فطرت سره نه دي پيدا شوي؛ بلکې انسان د محيطي اغېزو، فشارونو او نورو ټولنيزو عواملو څخه کسب کړي دي. همدارنګه ټولنيز کلتوري توپيرونه هم د انسانانو کړنې له يو بل څخه بېلوي. بيا هم چې هر څومره بحث پر دې وشي، چې انسانان خپلو کې څه مشترکات او څه توپيرونه لري. دواړه اړخونه بحث کېدلى شي، خو د انساني ذات تخليق له يو ډول خصوصياتو سره په وجود راغلى دى او منشا يې هم يوه ده. دا چې وروسته يو شخص بل شخص او يوه ټولنه بلې ته تفاوت لري. دا له خلقت سره تړلى راز نه دى. که چېرې محيطي اغېزې او نور ټولنيز عوامل ونه اوسي. کېدلى شي ټول ټولنيز مفاهيم او مضامين هر چېرې او په هره ټولنه کې يو ډول تعريف شي او يو ډول برداشت ولري. په دې لنډه ليکنه کې پر اخلاقو غږېږو. د اخلاقو تعريف او مفهوم بيانوو، چې اصلاً اخلاق څه دي او په انساني ټولنيز ژوند کې بايد څه ډول تفسير شي.  

اخلاق:

په ټولو علومو کې دا يو اصل دى، چې د موضوع له کُلي بحث څخه مخکې د موضوع لنډ تعريف وړاندې کېږي، خو زه غواړم تعريف او مفهوم يو په بل پسې ګډ او مسلسل بيان کړم او بحث په يوه هدفمنه پايله پاى ته ورسوم.

تعریف او مفهوم:

اخلاق د خلق جمع ده او خلق هغه تشکُل او صورت ته ويل کېږي، چې انسان يې په سترګو ويني او همدارنګه خلق د انسان دروني قوې او صفتونو ته هم ويل کېږي، چې د زړه په سترګو ليدل کېږي.

پر دې بنسټ ويلى شو، چې " اخلاق د انسان د روحي او باطني صفتونو ټولګه يا مجموعه ده" او ځينې پوهان هغو اعمالو او رفتارونو ته هم اخلاق وايي، چې د انسان له دروني تخليقاتو منشا اخلي او يا پيدا کېږي؛ دا دواړه صفاتي او رفتاري اخلاق ګڼي.

همدارنګه کولى شو اخلاق د اغېزو له مخې هم تعريف کړو. هغه داسې چې ځينې وخت له انسان څخه يو عمل ترسره کېږي، چې مستمر نه وي يانې تکراري بڼه نه لري؛ مګر کله چې له انسان څخه په تکراري ډول يو عمل ترسره کېږي. (لکه له فضول خرڅۍ څخه ځان ساتل او خېر، خيرات او صدقه ورکول) دليل دا دى، چې د هغه په باطن او روح کې يوه دروني ريښه شتون لري، چې انسان خپل په خپله دې ښېګڼو ته وادار او هڅوي او دا رېښه خلق يا اخلاق بلل کېږي.

ځکه پوهان وايي، چې خلق هماغه نفساني حالت دى، چې انسان داسې کارونو ته وربولي، چې سوچ او فکر کولو ته اړتيا نه لري.

له دې کبله يو عالم وايي چې خوى داسې څه دي، چې پر نفس استوار وي او کارونه په داسې ډول ترسره کوي، چې فکر او سوچ پکې نه وي شوى او له همدې کبله اخلاق په دوو برخو وېشي:

لومړۍ هغه چې نېکې کړنې زيږوي او د فضيله اخلاقو په نوم ياديږي او دويم هغه چې بدې کړنې ترې په وجود راځي او د رذيله اخلاقو په نوم ياديږي.

همدارنګه کولى شو اخلاقپوهنه تعريف کړو. اخلاقپوهنه له ښو او بدو صفتونو او د هغه له رېښو او اثارو څخه خبرې کوي. په بله وينا د نېکۍ او له بدو سره د مبارزې د لارې صفتونه او د هغه آثار په فرد او ټولنه کې تر بحث او بررسۍ لاندې نيسي.

لکه څرنګه چې وويل شول. ځينې وخت هغه اعمال او افعال چې له دې صفتونو څخه پيدا کېږي. هغوى ته هم د اخلاقو مفهوم کارول کېږي. د بېلګې په توګه کله چې يو څوک په هره معمولي او عادي خبره (په داسې خبره چې د هغه د وقوع يا احداث امکان په ټولنيز ژوند کې سل په سلو کې متصور وي) قهريږي او يا عصباني کېږي، ويل کېږي چې پلانى بد اخلاقه دى او بر عکس ځينې وخت يو څوک ترحم، مهرباني او خوش خُلقي کوي ويل کېږي، چې پلانى کس ښه اخلاق لري. په واقعيت کې دا دواړه يو د بل علت او معلول ګڼل کېږي.

ځيني غربي پوهانو هم اخلاق داسې تعريف کړي دي، چې زموږ له تعريفونو سره يو ډول دي.

د ژکس په نوم غربي عالم وايي: اخلاق د يو انسان هغه رفتارونه دي، چې انسان هماغه ډول وي. يانې هغه رفتارونه چې انساني فطرت يې د ترسره کولو غوښتنه کوي. فکر او احتياط په کې نه وي شوى.

مګر ځينې نور غربي پوهان بيا اخلاق دې ته وايي چې يو انسان يې په وسېله هدف ته ځان رسوي. يانې هغه انساني رفتارونه چې پر بنسټ يې هدفونه تر لاسه کېږي اخلاق ګڼل کېږي.

خو په حقيقت کې دا تعريف داسې چا وړاندې کړى دى، چې هغوى د انسان په معنوي اړخ حساب نه کوي؛ بلکې انساني فضيلت

له مادي ګټو سره تړلى بولي. د دوى له نظره اخلاق د هدفونو د حصول له سببونو څخه پرته بل څه نه دي.

پايله:

د انسان فطرت په هره ټولنه کې توپير نه لري. د اخلاقو د تعريف او مفهوم په استناد اخلاق د انسان دروني خاصه ده، دينونه او مذاهب هم د انساني اخلاقو انحراف او سمون نفي کوي. په دې ترتيب وضعي قوانين، عرف او عادات، محيطي شرايط او ټولنيز عوامل هم بايد د اخلاقو په جوړولو او ماتولو کې رول ونه لري.

د بېلګې په توګه که يو امريکايي تبعه دليل وړاندي کوي، چې د امريکا په وضعي قوانينو کې زنا جواز لري او يو امريکايى د سرک په سر زنا کوي؛ ياد عمل د اخلاقو او انساني فطرت، کرامت او شرافت خلاف ګڼل کېږي. هېڅ عاقل انسان ته نه ښايي چې داسې عمل ترسره کړي. که څه هم ټولنيز محدوديتونه به شتون نه لري. خو يوه انسان ته د انسان په صفت مناسبه نه ده، چې دا ډول عمل تر سره کړي.

پر دې بنسټ ويلى شو، چې د اخلاقو په شمول ټولو انساني فطري مفاهيمو، خصوصياتو، معياراتو او ارزښتونو ته د ماتونې لاره ونه لټول شي. که څوک د دين، مذهب، مسلک، دندې او هر بل لامل په اساس داسې عمل ترسره کوي، چې د اخلاقو او نورو انساني فطري ارزښتونو خلاف وي. ياد شخص خپل او د نورو انسانيت ته ژمنتيا نه لري او د انسان په څېره کې د حيواني او وحشي خويونو پيروي کوي. که څه هم هېڅ دين، قانون، محيط او نور عوامل د ټولنيزو انساني ارزښتونو مخالف اعمال نه دي توجيه کړي.

ماخذونه:

1: تهذیب الاخلاق، صفحه 51.9

2: حقائق، صفحه 54.10

3: فلسفه اخلاق، صفحه 9.11

4: الاخلاق النظریه؛ درى ترجمه، صفحه 10

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې