اسراييلو په سوريه کې ايرانيان او پاکستانيان وژلي
۸ قوس ۱۳۹۹ 191888 0 نظر سرخط ورځپاڼه

اسراييلو په سوريه کې ايرانيان او پاکستانيان وژلي

 

د سیرین ابزرویټري فار هیومن رايټس په نوم د سوريې د چارو څارونکې اداره وايي، د اسراييلو هوايي ځواک په سوريه کې بمبارۍ کړې او پکې يې هغه ايرانيان او پاکستانيان وژلي چې د اسد د رژيم په ننګه جنګېدل.

دغه اداره وايي، د اسراييلو هوايي ځواک دغه بريد د ديرالزور په ابوکمال سيمه کې کړی دی او پکې د وژل شويو کسانو لويه برخه پاکستاني شيعه‌ګان دي.

د سیرین ابزرویټري فار هیومن رايټس په خبره، دا په لنډه موده کې په سوريه کې پر ايراني او پاکستاني جګړه‌مارو د اسراييلو دويم بريد دی چې کېږي.

ايران څه موده وړاندې نه يوازې سوريې ته د اسد د رژيم د ملاتړ په پار خپل پوځي سلاکار ورلېږلی و، بلکې له افغانستان او پاکستان څخه يې پرېمانه شيعه‌ مذهبي توندلارې هم د دغه رژيم په ملاتړ جګړې ته لېږلي دي.

په دې سربېره، د لبنان د حزب الله او عراق جګړه مار هم د ايران له خوا په سوريه کې جنګول کېږي.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې