په کندهار کې موټر بم چاودنې ۱۷ تنه ټپیان کړل
د کندهار ښار د پولیسو پر یوولسمه حوزه د موټر بم چاودنې له امله تر اوسه د ۱۷ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی، چې دیارلس یې پولیس او څلور ملکي وګړي دي.
پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د مازدا ډوله موټر په مرسته عینومېنې ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
0 نظرونه