صالح د ارګ دويم نفر دی، د افغانستان دويم نه دی؛ عطا د صالح غاښونه مات نه کړل، خو غاښماتوونکی ځواب يې ورکړ
"صالح د ارګ دويم نفر دی، د افغانستان دويم نه دی"
عطا د صالح غاښونه مات نه کړل، خو غاښماتوونکی ځواب يې ورکړ
د بلخ مخکېني والي عطا محمد نور د ولسمشر لومړي مرستيال ته په ځوابي ليکنه کې وايي، زه "غلامبچه" د ځان سيال نه بولم او صالح راته هغه خس او خشاک ښکاري چې باد د ارګ تر انګړه رسولی.
وروسته له هغه چې د بلخ پخواني والي او جهادي قوماندان جنرال عطا محمد نور په يوه مرکه کې د ولسمشر د لومړي مرستيال امر الله صالح پر چارو نيوکه وکړه او ادعا يې وکړه چې هغه د حکومتي ادارو په چارو کې لاس وهي، د صالح او عطا تر منځ فېسبوکۍ ناندرۍ پيل شوې چې اوس اوج ته رسېدلې.
صالح نن سهار پر خپله فېسبوک پاڼه نه يوازې د عطا محمد نور ادعاوې ځواب کړې وې، بلکې خپله يې هم ځينې ادعاوې کړې چې مهمه يې د بلخ په حيرتان بندر کې د هغه "وينو" يادونه وه چې په خبره يې، نظام له دننه خوري.
صالح پسې زياته کړې وه چې حيران دی ولې جهادي مشران د غصب او قلنګ اخيستو پلوي کوي.
د بلخ مخکېني والي او جهادي قوماندان عطا محمد نور يې په ځواب کې ويلي، دی له لومړنيو کسانو دی چې له بلخ څخه يې د نظام او مرکزي حکومت ستنې ټينګې کړې.
د عطا په خبره، په تېرو دوولسو کالو کې ارام بلخ د ولايتي ادارې د هڅو پايله وه، نه د ده په خبره، د "فېسبوکي جلسو" لاسته راوړنه.
نور په دې سربېره، د ملي امنيت د اوپراتيفي پيسو، د کرونا د پيسو، د وچې ډوډۍ د پيسو او ځينو نورو يادونه کړې او پسې زياته کړې يې ده چې ګواکې امر الله صالح ملي دسترخوان ته هم پياز په ګنډه وهلی و.
د ده په خبره، صالح له خپله لاسه د ولسمشر له لومړي مرستياله د کابل په امنيه قوماندان بدل شوی او د شپږنيمو بجو د جلسو لاسته راوړنه يې د ناامنيو زياتېدل دي.
په پای کې عطا محمد نور لږ نور هم جدي کېږي او وايي؛
"غواړم په شوخي، خو جدي درته وايم چې ما هيڅ "غلامبچه" نه د ځان سيال بللی، نه به يې وبولم. تېروتنه و نه کړې، ما، ته د ارګ دويم نفر ياد کړی يې، نه د افغانستان دويم نفر."
عطا محمد نور په پای کې صالح مخاطبوي او وايي، څنګه چې باد خس، خاشاک او خځلې له ځان سره په مخه کوي، همداسې يې ته لکه خاشاک د ارګ انګړ ته يووړې، کهنه، نه دې جهاد کړی، نه دې په مقاومت کې ونډه درلوده، نه دې فهم درلود او نه هم چندان د چا پام در اوښت.
ګورو به چې صالح اوس د غاښ ماتوونکي، غاښ ماتوونکي ځواب ته، څه ماتوونکي څه لري، که ورباندې خاشه اچوي؟
0 نظرونه