د سابونانو خان؛ يو تګړی په ۲۸۰۰ ډالر
د لبنان په تريپولي ښار کې يوې سابون جوړوونکې کمپنۍ د نړۍ تر ټولو ګرانبيه سابون جوړ کړی چې د يوه تګړي قيمت يې دوه زره او اته سوه ډالره دی.
دغه سابون خان الصابون يا د سابونانو سردار نومېږي.
د بدر حسن اينډ سنز په نامه دغه کمپنۍ وايي، په خان الصابون کې يې د سرو زرو او الماسو پوډر کارولي، ځکه يې نو اخيستل هم د هر چا د وس کار نه دی، بلکې يوازې د دوبۍ په ځينو ځانګړو دوکانونو کې پلورل کېږي.
په دې سربېره، د سابونانو په خان کې، د زيتون خالص تېل، اصلي شات، عود، اوولس ګرامه سره زر او د الماسو پوډر کارول شوي دي.
بدر حسن اينډ سنز کمپنۍ وايي، لومړی دغه سابون په دوه زره ديارلسم کال کې د قطر لومړۍ مېرمنې ته د ډالۍ په توګه جوړ شو، خو وروسته ځينو بدخرڅه کسانو هم پر دغه سابون لمبېدو ته زړه ښه کړ.
0 نظرونه