په باميانو کې چاودنو ۶۴ تنه شهيدان او ژوبل کړي
۴ قوس ۱۳۹۹ 144773 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په باميانو کې چاودنو ۶۴ تنه شهيدان او ژوبل کړي

نن ماښام د باميانو په مرکز کې پرله‌پسې دوه چاودنې وشوې چې له امله يې تر اوسه پورې څوارلس تنه شهيدان شوي او تر شپېته ډېر ژوبل دي.

د باميانو د ولايتي روغتون مشر فروغ الدين اميري وايي، تر اوسه د دوی روغتون ته د پېښې له ځايه څوارلس جسدونه او د شپېتو په شاوخوا کې ټپيان ور وړل شوي دي.

د ده په خبره، په شهيدانو او ژوبلو کسانو کې ډېرې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه د دغو چاودنو مسووليت چا نه دی منلی، خو په افغانستان کې دغسې چاودنې طالب اورپکي کوي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې