پاکستاني طالبان؛ په لاهور کې مو يو موټر پاکستاني پوليس وژلي
پاکستاني طالبان وايي، نن يې يوه ځانمرګي ملګري په لاهور کې د پاکستاني پوليسو پر يوه موټر ځان ور الوځولی دی چې له امله يې له پوليسو ډک دغه موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوی او پکې سپاره ټول پوليس وژل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراسانی وايي، بريد د پاکستان د ترهګري پر ضد د مبارزې د ادارې پر پوليسو شوی.
خراسانی وايي، تر څو چې په پاکستان کې اسلام شريعي حکومت نه وي جوړ شوی، پر پاکستاني حکومتي چارواکيو به يې لاس همداسې بر وي.
خو د پاکستان حکومتي چارواکي بيا وايي، ځانمرګی موخې تر رسېدو وړاندې وژل شوی او په دغه پېښه کې چا ته زيان نه دی رسېدلی.
1 نظرونه
فرمان الله
چهارشنبه، ۵ قوس ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply