جينيوا کنفرانس؛ له افغانستان سره بېلابېلو هېوادونو مرستې اعلان کړې
نن د افغانستان په اړه د جينيوا د کنفرانس دويمه او وروستۍ ورځ وه چې پکې بېلابېلو هېوادونو تر دوه زره او پنځه ويشتم کال پورې له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړې.
په دغه کنفرانس کې یو شمېر ګډون کوونکيو هېوادونو له افغانستان سره د راتلونکيو څلورو کلونو لپاره د دومره مرستو اعلان وکړ؛
- اروپايي ټولنې یو میلیارډ او ۲۰۰ میلیونه ډالر
- بریتانیا د کال ۱۵۵ میلیونه پونډه
- جاپان ۷۲۰ میلیونه ډالر
- کاناډا د راتلونکيو دريو کلونو لپاره ۲۷۰ میلیونه ډالر
- هالنډ ۲۲۰ میلیونه ډالر
- ډنمارک د راتلونکيو دريو کالو لپاره ۶۴ میلیونه ډالر
- ناروې ۷۰ میلیونه ډالر
- اسټرالیا ۱۴۷ میلیونه ډالر
- سويډن له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۴ کاله پر خپلې د ۹۳۲ میلیونه ډالرو مرستې ژمن پاتې کېږي.
- هند په کابل کې شاه توت بند رغوي
- ایټالیا د ۲۰۲۱ کال لپاره ۳۵ میلیونه یورو
په دې سربېره، پاکستان او ايران هم د همکاريو اعلان وکړ.
0 نظرونه