سعودي له اسراييلو سره ليدنه رد کړه
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود وايي، د عربستان وليعهد له هيڅ اسراييلي چارواکي سره نه دي ليدلي.
دی وايي، په رسنيو کې داسې راپورونه خپرېږي چې ګواکې د اسراييلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو او د دغه هېواد د استخباراتي شبکې موساد مشر، د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پمپيو سره سعودي ته راغلي او له وليعهد سره يې پنځه ساعته ليدلي دي.
شهزاده فيصل بن فرحان السعود وايي، مايک پمپيو راغلی و، له هغه سره ليدنه شوې، خو په دغه سفر کې له پمپيو سره هيڅ اسراييلي چارواکی نه و راغلی.
تر اوسه د امريکا په منځګړتوب د خليجي هېوادونو له ډلې بحرين او متحده عربي اماراتو له اسراييلو سره د سفارتي اړيکو پر جوړولو هوکړې کړې دي، خو سعودي عربستان لا هم له اسراييلو سره د دغو هېوادونو د اړيکو په اړه، کوم غبرګون نه دی ښوولی.
0 نظرونه