ولسمشر؛ د سولې فرصت راغلی، خو نړيواله اجماع مهمه ده
ولسمشر محمد اشرف غني نن د جینوا کنفرانس په لومړۍ ورځ د خپلې وينا پر مهال وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره فرصت پيدا شوی دی، خو اوس په دې اړه د نړيوالې اجماع اړتيا ده.
ولسمشر وويل، نړيواله اجماع په افغانستان کې د سولې او سیاسي ثبات لپاره مهمه ده.
ده وويل، نړۍ باید د ټروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې چې اوس هم یو ستر ګواښ دی له افغانستان سره همکاري وکړي.
د ولسمشر په خبره، د نړیوالې ټولنې مرستې کولای شي افغانستان په خپلو پښو ودروي، خو پسې زياته يې کړه چې "موږ له نړيوالو خيرات نه، همکاري غواړو."
د افغانستان جمهور رییس په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د افغانانو زغم نور پای ته رسېدلی.
"د تاوتریخوالي لوړ ګراف د افغانانو له زغمه وتلی، هیله کوم په دې برخه کې همکاري وکړئ، څو دغه حالت تغير وکړي. "
ښاغلي غني، د اقتصادي ودې او دغه شان د یوه صادروونکي افغانستان د جوړولو لپاره په کنفرانس کې له ټولو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه، هغه وویل چې په تېرو نولسو کلنو کې شوې مرستې بې ګتې نه وې.
0 نظرونه