پوتين وايي، جوبايډن نه مني
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين وايي، جوبايډن د امريکا د نوي ولسمشر په توګه نه مني او له همدې امله يې تر اوسه مبارکي هم نه ده ورکړې.
پوتين د روسيې دولتي ټلوېزيون ته په يوه مرکه کې ويلي دي، هر څوک چې د امريکا د خلکو له خوا وټاکل شي، دی ورسره همکاري کوي، خو تر اوسه جوبايډن د ولسمشر په توګه نه مني.
ده ويلي دي، نوی امريکايي ولسمشر به هغه وخت مني چې د هغه مخالفه ډله هم ورسره خپله ماتې ومني.
د يوې پوښتنې په ځواب کې چې که پوتين د امريکا نوی ولسمشر نه مني، نو د روسيې او امريکا اړيکې به خرابې نه شي؟ پوتين په خندا وايي، اوس نو چېرې جوړې وې چې تاسې يې د خرابېدو اندېښنه لرئ ؟
0 نظرونه