واورو د هېواد بېلابېلې لارې وتړلې
۳ قوس ۱۳۹۹ 169010 0 نظر سرخط ورځپاڼه

واورو د هېواد بېلابېلې لارې وتړلې

 

د ټولګټو وزارت وايي، واورو اورېدو د هېواد بېلابېلې لارې د مسافرو پر مخ تړلې دي او په ډېری سيمو کې لا هم واوره اوري.

دغه وزارت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې په شمالي سالنګ کې سهار مهال واوره درېدلې چې اندازه یې ۱۵ سانټي مټره، خو په جنوبي برخه کې لا هم واوره اوري او ۱۷ سانټي مټرو ته رسېدلې ده.

د وزارت د وړاندوېني په اساس به په سالنګ کې د وارې اورېدل تر راتلونکيو ۱۲ ساعتونو دوام ولري.

دغه لويه لاره دا مهال د ټرېلري موټرو پر مخ تړل شوې، خو نور موټر د اړینو اوزارو په درلودلو سره پرې تګ راتګ کولای شي.

 هلته د بدخشان په یاوان، راغستان او کوهستان ولسوالیو، د پنجشېر په پریان ولسوالي او انجمن کوتل او د غور ــ هرات او غور ــ کابل پر  لویو لارو د واورې اورېدل دوام لري او دغه لارې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې.

د ټول‌ګټو وزارت وايي، ټیمونو يې د لارو د خلاصون هلې ځلې پیل کړې دي، خو دا چې سړکونه یخ وهلي، له خلکو يې غوښتنه کړې چې له سفره دې ډډه وکړي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې