ډاکټر محب پر طالبانو د بندیزونو په تړاو د مم له څارګرې ډلې سره ليدلي
ملي امنيت شورا وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پر طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په تړاو، د یاد سازمان له نظارت (مانټورینګ) ټیم سره د وېډیو کنفرانس له لارې مشورتي خبرې کړې دي.
په دغه مشورتي کنفرانس کې د القاعده شبکې او داعش په اړه هم خبرې شوې.
ملي امنيت شورا سرخط ورځپاڼې ته په يوه بله رالېږلې خبره پاڼه کې ويلي چې محب په دې سربېره، نن په کابل کې مېشتې د بریټانیا له سفیرې الیسون بلک سره هم ليدلي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې د مذاکراتو پر روانې پروسې، د هېواد امنیتي وضعیت، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او پر طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو په تړاو خبرې کړې.
0 نظرونه