معصوم ستانکزی يې کابل ته راغوښتی؛ د سولې خبرې يو ګام وړاندې، دوه شا ته راغلې
په ارګ او قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د مرکچي پلاوي له منځه، ځينو سرچينو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې ښايي ژر به د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی له دغه موقف څخه ايسته او پر ځای يې يو بل کس د ولسمشر له خوا وټاکل شي.
سرچينې وايي، د افغانستان له خوا د سولې مرکچي پلاوي له طالبانو سره منلې وه چې د سولې د خبرو اترو اساس به هغه هوکړه ليک وي چې په قطر کې د طالبانو او امريکا تر منځ لاسليک شوی و.
افغان حکومت څو ورځې وړاندې ويلي و چې د طالبانو او امريکا هوکړه ورته د منلو نه ده.
د سرچينو په خبره، د افغانستان مرکچي پلاوي وروسته له هغه د طالبانو دغه شرط ومانه چې طالبانو دواړه پښې په يوه موزه ننه ايستې او ويې ويل، که د امريکا او طالبانو هوکړهليک د خبرو اساس و نه بلل شي، نه سوله کوي، نه اوربند ته غاړه ږدي.
وروسته د دواړو مرکچي پلاوو د دغه توافق په اړه د قطر د بهرنيو چارو وزير ولسمشر غني ته زنګ وهي او مالومات ورکوي.
د باوري سرچينو په خبره، د دغه خبر تر اورېدو وروسته ولسمشر د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی احضار کړی او کابل ته يې راغوښتی دی.
اوس داسې اټکل کېږي چې ښايي ولسمشر به معصوم ستانکزی د دغې خپلسري له امله د سولې د پلاوي له مشري څخه هاخوا او پر ځای يې يو بل څوک وټاکي.
خو اندېښنې دا دي چې طالبان به بيا هم د دوی او امريکا تر منځ شوې هوکړه د سولې د خبرو اساس بولي چې حکومت يې نه مني.
د سرچينو په خبره، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو هم په قطر کې دواړو غاړو ته ورياده کړې وه چې د سولې پر روانه پروسه لاس وښوروي.
داسې ويل کېږي چې د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرامپ نيت لري چې د سپينې ماڼۍ تر خوشې کولو مخکې، د افغانستان د سولې کيسه يو طرفه کړي.
ځينو سرچينو خو لا سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې هلته مارشال دوستم، عطا محمد نور او ځينو نورو پخوانيو جهادي مشرانو هم له طالبانو سره د جنګ دانه اخيستې ده.
هند ته د دوستم او عطا وروستي سفرونه داسې انګېرل کېږي چې ګواکې د جنګ دغه زاړه قوماندانان يوې نوې جګړې ته، اوږې ورکولو ته تابيا نيسي.
تر اوسه ارګ په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي.
0 نظرونه