تر مرګ پياوړی سړی؛ کرونا نيولی، ډينګی چيچلی او مار داړلی خو مړ نه دی
د هند په راجستان کې يو بريټانوی کس لومړی ډينګی غوماشي چيچلی، وروسته کرونا وايرس پسې وهلی او بيا د نړۍ خطرناک مار، کوبرا داړلی خو تر ټولو پېښو ژوندی وتلی.
دغه کس اين جونز نومېږي، بريټانوی دی او د راجستان په جودهپور سيمه کې د غريبو او نادارو کورنيو په لاسنيوي بوخت دی.
د جودهپور د روغتون سرطبيب ابيشک ټټر وايي، د دوی هيڅ زړه ته نه لوېده چې جونز دې ژوندی پاتې شي، خو و نه مړ.
دی وايي، د راجستان کوبرا ماران د نړۍ خطرناک ماران دي او بېخي کم خلک چې وداړي ژوندي پاتې کېږي.
ډاکټر ټټر وايي، زهر د جونز په بدن کې خپاره شوي ول، دوی خپله بندهګي هڅه وکړه، زړه ته يې نه لوېده چې جوړ شي، خو د هغه حالت په حيرانوونکې توګه مخ په ښه کېدو شو.
د اين جونز لور سيب جونز وايي، پلار يې په خپله سيمه کې په اعصاب خرابي مشهور دی او دا باور لري چې که په دې سربېره لړم هم چيچلی وای، ژوندی پاتې کېده.
دا وايي، پلار يې کور ته ورته، خو د کرونا له امله چې الوتنې بندې شوې، په هند کې ايسار پاتې شو.
0 نظرونه