طالبان پرېوتې جګړه هم کوي؛  دوه بدلمنې طالبانې چې چارواکي به يې کور ته ورغوښتل او بيا وژل
۲ قوس ۱۳۹۹ 517917 0 نظر سرخط ورځپاڼه

طالبان پرېوتې جګړه هم کوي؛ دوه بدلمنې طالبانې چې چارواکي به يې کور ته ورغوښتل او بيا وژل

 

دا د دوو هغو بدلمنو طالبو مېرمنو کيسه ده چې له حکومتي چارواکيو سره به يې اړيکې نيولې، کور ته به يې ورغوښتل او بيا به يې د شپې وژل.

په قطر کې د امريکا او طالبانو تر جوړجاړي وروسته افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بنديان خوشې کړل چې پکې پنځه ښځې طالبانې هم شاملې وې، دوه بدلمنې، يوه يې ايرانۍ او درې نورې د چاپو پر مهال نيول شوې وې.

په دوی کې نسرين او د هغې خورځه مژګان دوه بدلمنې طالبانې وې چې له حقاني شبکې سره يې تار درلود او په سپټمبر کې خوشې شوې.

دوی په ګډه څو تنه حکومتي کارکوونکي د بدلمني لپاره خپل کور ته ورغوښتي او هلته وژلي ول.

په دغو وژل شويو کسانو کې د افغانستان د استخباراتو يو چارواکی او د دوی دوه خپلوان چې په پوليسو کې يې دندې درلودې هم شامل و.

سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې يوازې دوه دغه بدلمنې طالبانې نه وې، بلکې نسرين د خپلې خورځې تر څنګ خپله لور هم له ځان سره شامله کړې وه او د هغې لپاره به يې هم خلک کور ته ورغوښتل.

د استخباراتو يو چارواکی چې د دوی له خوا وژل شوی، لومړی کور ته د بدلمني لپاره ورغوښتل شوی و او بيا يې هلته په بې‌غږه تمانچه ويشتی و.

تر هغه وروسته بدلمنې طالبانې د چارواکي جسد په يوه کاغذ کې پېچي او په هديره کې يې غورځوي.

دوی ځينې نور حکومتي کسان او حتا خپل خپلوان چې په پوليسو کې يې کار کاوه، د بدلمنې لپاره کور ته تر وغوښتلو وروسته په دار ځړولي او په دې توګه وژلي دي.

سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې دغو ښځو ځينو کسانو ته په څښاک کې زهر ورکړي او د يوه کس تر موټر لاندې خو يې ماين هم ځای پر ځای کړی و.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، د مژګان خپل مېړه هم طالب و، پر يوه زيارت او د پوليسو پر يوه مرکز يې د بمونو بريد کړی، خو په دې يې کله هم خوا نه وه بده کړې چې ښځې ته يې پردي سړي د شپې راځي، ځکه دا يې يو ډول جهاد باله.

دا د حکومت پر ضد د طالبانو د جګړې نادره اړخ دی چې تر اوسه له خلکو پټ و او طالبانو هم داسې ښووه چې ګواکې په خپلو ليکو کې ښځو ته ځای نه ورکوي او يوازې تر کورونو يې محدودې ساتي.

نسرين او مژګان د خوشې شويو طالبانو په ډله کې، په وروستيو څلورو سوو هغو طالبانو کې خوشې شوې چې خورا خونړي بلل کېدل.

خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، د طالبانو په ډله کې خوشې شوې پنځه واړه مېرمنې هغه ښځې وې چې د شپې په چاپو کې نيول شوې دي.

دی وايي، د ځينو طالبانو مېرمنې هم له دوی مرسته کوي، خو دوی يې نه د جنګ په ليکو کې ځايوي او نه هم کوم ماموريت ورسپاري.  

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې