پر کابل بيا راکټونه راغلل
نن تر غرمې مخکې شاوخوا شپږ راکټونه د کابل پر بېلابېلو سيمو لګېدلي چې مرګ ژوبله هم لري.
يو يې ارګ ته نږدې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او سرينا هوټل تر منځ لګېدلی دی.
سرخط ته حکومتي سرچينو ويلي دي چې يو راکټ په صدارت قصر کې، بل يې پر سرزميني، بل په څلورمه حوزه او پاتې نور يې د خيرخانې او مريم لېسې شاخوا راپرېوتي دي.
د لومړنيو تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، راکټونه له يوه ډينا موټر څخه توغول شوي.
تر اوسه د چا د دغو بريدونو مسووليت نه دی منلی.
0 نظرونه