پاکستاني پوځ په اوران کې د بلوڅو کورونه لوټلي او خلک وژلي
د پاکستان پوځ نن د بلوچستان په اوران سيمه کې د بلوڅو پر کورونو عمليات کړي، ګڼ شمېر کورونه يې لوټلي، خلک يې وژلي او ډبولي دي.
له سيمې څخه په رارسېدليو راپورونو کې ويلي شوي دي چې پاکستاني پوځ نن د جمعې په ورځ د اوران په پیراندر او زیلگ سيمو کې د خلکو پر کورونو عمليات وکړل.
د سيمې اوسېدونکي وايي، پوځيانو ګڼ شمېر کورونه ولوټل، سامانونه يې له ځان سره وړي او ګڼ شمېر خلک يې وهلي ډبولي دي.
د دوی په خبره، پوځيانو د راشد په نامه يو بلوڅ د مېرمنو په مخ کې وهلی، وروسته يې له ځان سره وړی او څه وخت وروسته يې جسد د هغه د کور مخ ته غورځولی دی.
په دې سربېره، يې ګڼ شمېر کسان مرګيحاله وهلي چې د ځينو روغتيايي حالت پکې ښه نه دی.
پاکستاني پوځيان وخت ناوخته د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د بلوڅو پر کورونو دغسې عمليات کوي.
په عملياتو کې د کورونو سوځول، لوټل، د خلکو وهل او ډبول او حتا وژل د پاکستاني پوځ په هر ځل عملياتو کې عادي خبره ده.
0 نظرونه