په کندهار کې دوو چاودنو ٢٤ ملکي وګړو او پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله
نن ماښام د کندهار ښار د درېیمي حوزې اړوند له عمومي چوک سره دوې پرله پسې چاودنې وشوې.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي له سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې پېښه تایید کړه.
هغه وایي، لومړۍ چاودنه د بوتلي ماین وه، چې د یادې سیمې په یوه سلماني کې دننه شوې او په خبره یې، تلفات یې نه درلودل.
نوموړي زیاتوي، د لومړۍ چاودنې وروسته سیمې ته د پولیسو له رسېدو سره دويمه چاودنه د موټر سایکل بم په وسیله شوې ده.
هغه وايي، په دويمه چاودنه کې دوه پولیس او دوه ملکي وګړي شهیدان شوي او د پولیسو د درېیمې حوزې معاون، د ټولي قوماندان، دوه سرتېري او شپاړلس ملکي وګړي ټپيان دي.
تر اوسه د یادو چاودنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
په دې وروستیو کې په کندهار کې هدفي وژنې زیاتې شوې او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
0 نظرونه