عمران خان سبا کابل ته راځي
۲۸ عقرب ۱۳۹۹ 149027 0 نظر سرخط ورځپاڼه

عمران خان سبا کابل ته راځي

 

د پاکستان لومړی وزير عمران خان د ولسمشر غني په رسمي بلنه سبا کال ته د سفر موزې را په پښو کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دغه سفر کې به له عمران خان سره د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د تجارت سلاکار عبدالرزاق داوود او ځينې نور لوړپوړي پاکستاني چارواکي شامل وي.

د دغه سفر موخه د افغانستان او پاکستاني خپلمنځي اړيکې ښه کول او د تجارتي اړيکو پياوړتيا ښوول شوې.

ټاکل شوې چې ده سفر په پای کې به ولسمشر غني او عمران خان په ګډه رسنيو ته هم خبرې وکړي.

دلته په کابل کې پر هغو سړکونو د پاکستان بيرغونه ځړول شوي چې پاکستانيان ورباندې تېرېږي او په دې سربېره، د بېروبار د مخنيوي په موخه سبا په کابل کې رخصتي اعلان شوې.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې