نيوزي لېنډ د پوليسو په يونيفورم کې اسلامي حجاب ځای کړ
نيوزي لېنډ د هغه هېواد د پوليسو يونيفورم بدل کړی او دا ځل يې اسلامي حجاب ته هم ځای پکې ورکړی دی.
دا د نيوزي لېنډ په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د پوليسو يونيفورم د اسلام له اصولو سره سم جوړېږي.
په يونيفورم کې د دغه بدلون لپاره، په دوه زره اتلسم کال کې غوښتنې شوې وې او اوس تازه ومنل شوې.
لومړۍ ښځه چې دغه يونيفورم يې اغوستی، زينا علي نومېږي او مسلمانه ده.
دا وايي، پر مسجدونو تر بريدونو وروسته يې پرېکړه وکړه چې پوليسه شي او اوس بېخي خوشحاله ده چې هم يې حجاب اغوستی، هم يونيفورم او هم پوليسه ده.
د زينا په خبره، اوس به ډېری مسلمانانې د پوليسو ليکو ته، ورتلو ته زړه ښه کړي.
0 نظرونه