امنیتي تړون؛ په کندهار کې هم د سهار شپږ نیمو بجو غونډې پيل شوې
۲۸ عقرب ۱۳۹۹ 169016 0 نظر زین الله احمدي

امنیتي تړون؛ په کندهار کې هم د سهار شپږ نیمو بجو غونډې پيل شوې

راپور: زین الله احمدي

د کندهار ولایت مقام وايي، د ولسمشر محمداشرف غني په مشري د کابینې غونډې د پرېکړې پر اساس یې په دې ولایت د امنیتي تړون یا میثاق امنیتي طرحې د تطبیق په موخه د سهار شپږ نیمو بجو غونډې پيل کړې.

د یاد ولایت د مطبوعاتي دفتر لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سهار شپږ نیمو بجو لومړنۍ ناسته نن چهارشنبه د کندهار والي حیات الله حیات په مشري د امنیتي مسوولینو ترمنځ ترسره شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، په راتلونکو غونډو کې به د نظامي ادارو مسوولینو ترڅنګ د یو شمېر ملکي ادارو مسوولین هم ګډون کوي، چې اساسي موخه د ښاري امن او نظم د تامین په موخه د امنیتي تړون طرحې عملي کول دي.

د خبرپاڼې له مخې، د سهار شپږ نیمو بجو غونډه کې به د امنیت د ټینګښت، ښاري نظم، جنایي جرمونو، تروریستي پېښو، غصب، فساد، بې اسنادو موټرو، غیرقانوني کړنو، تر وخت تېر درملو او خوراکي توکو، نشه‌يي موادو او بېلابېلو نورو مواردو په اړه قانوني پرېکړې کېږي او د ورځي په اوږدو کې به د اړوند مسؤلینو لخوا په جدي ډول تعقیبېږي.

 د امنیتي تړون طرحه د جرمونو د مخنیوي او عمومي امن او نظم د تامین په موخه د خلکو او حکومت ترمنځ د ګډي همکارۍ له مخې څلور میاشتې مخکې د جمهوري ریاست لخوا اعلان شوه. 

همدا راز د سهار د شپږ نیمو بجو غونډې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح لخوا وروسته هغه پیل شوې، کله چې د کابل د عمومي امن او نظم د تامین مسوولیت د ولسمشر ښاغلي صالح ته وسپارل شو.

 امرالله صالح د یاد مسوولیت له ورسپارلو سره سم په کابل ښار کې د امنیتي تړون یا میثاق امنیتي طرحې د تطبیق چارو د پيل خبر ورکړ، چې ورسره سم کابینې په خپله وروستۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې په کابل کې د امنیتي تړون برنامې موثریت ته په پام دې د هېواد په لسو نورو لویو ولایتونو کې هم دغه طرحه عملي کړل شي، چې په دې ډله کې کندهار هم شامل دی.

 

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې