امريکا له افغانستان او عراقه ۲نيم زره عسکر باسي
پنټاګان وايي، په لنډو شپو کې به له افغانستانه خپل دوه زره او له عراقه پنځه سوه سرتېري امريکا ته ور وباسي او په دې توګه به د ټرمپ هغه پلان پر مخ لاړ شي چې په اساس يې له افغانستان خپل ټول عسکر باسي.
د امريکا د دفاع نوی وزير کرسټوفر مېلر وايي، مخکې له دې چې ولسمشر ټرمپ واک پرېږدي، دغه دوه نيم زره سرتېري به له افغانستان او عراقه ووځي.
که د ټرمپ دغه پلان عملي شي، د راتلونکي کال په لومړيو شپو کې به په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر دوه نيم زره تنو تنه راکښته شوی وي.
د امريکا د ملي امنيت شورا سلاکار رابرټ اوبراين بيا وايي چې ټرمپ تمه لري چې د راتلونکې مې مياشتې تر رارسېدو مخکې له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي.
هلته بيا د امريکا سنا خبرداری ورکړی چې که له افغانستان او عراق څخه امريکايي سرتېري وايستل شي، بدې پايلې به ولري.
0 نظرونه