ټرمپ تېره اوونۍ پر ايران بريد کاوه
يو لوړپوړی امريکايي چارواکی وايي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اوونۍ پر ايران بريد ته مټې رانغښتې وې، د هيچا يې نه منله، خو بالاخره يې سلاکارانو په زاريو او نانواتو له دغه بريده منع کړ.
ټرمپ ته پر اټومي فعاليتونو د څار د ملګرو ملتونو د ادارې هغه راپور قهر وروستی و چې ويلي يې و، ايران اوس تر ځمکه لاندې د اټومي وسلو په جوړولو بوخت دی.
نيويارک ټايمز د يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي له خولې وايي، ټرمپ تېره اووني، د دفاع او بهرنيو چارو وزيران، مايک پنس، مارک ملر او کڼ شمېر سلاکاران ورغوښتي وو او ورڅخه غوښتل يې چې پر ايران بريد وکړي.
د دغه چارواکي په خبره، سلاکارانو او وزيرانو يې ټرمپ ته ورياده کړه چې که پر ايران بريد وکړي، په سيمه کې به يوه نوې جګړه پيل شي چې مهارول به يې بيا د امريکا تر وس هم تېره خبره وي.
ځينې شنونکي په دې باور دي چې ټرمپ که له يوې خوا پر ايران د بريد له لارې غوښتل د ايران اخوندان له پښو وغورځوي، له بلې خوا يې تمه لرله چې د امريکا نوي ولسمشر جوبايډن ته هم مخکې له دې چې لوړه وکړي، يو داسې سرخوږی جوړ کړي چې د واک تر پايه ورڅخه ورنځېږي.
سپينې ماڼۍ او د بايډن ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه