سعودي هغه قاضيان ګوښه کړل چې ويل يې په اسلام کې ږيره خرېيل جواز نه لري
د سعودي حکومت هغه دوه قاضيان له دندو شړلي چې د يوې پرېکړې پر وخت يې ويلي و چې په اسلام کې د ښيښې څکل او د ږيرې خرېيل جواز نه لري.
د سعودي رسنۍ وايي، دغو دوو قاضيانو د پرېکړې کولو پر وخت ويلي و چې په اسلامي تعليماتو کې ږيره خرېيل او ښيښه څکل ناروا دي او له همدې امله يې دوو تنو ته سزا ټاکلې وه.
د سعودي حکومت ويلي، قاضيان بايد د سعودي د قانون په اساس پرېکړه وکړي او د سعودي په قانون کې د ږيرې خرېيل پروا نه لري.
0 نظرونه